اطلاعات روز: تورخم کې د افغان کډوالو لپاره د طالبانو له لوري د «عمري» په نوم جوړ شوي کمپ کې د راستنو شویو کورنیو ماشومان په موسمي ناروغیو اخته شوي او دا شمیر د هوا په سړیدو سره مخ په زیاتیدو دی.
نجیب الله چې تازه له پاکستانه راستون شوی او له تېرو دوو اوونیو راهیسې د خپلې کورنۍ له دولس غړو سره په یاد کمپ کې شپې سبا کوي، وایي په یاد کمپ کې ګڼ شمیر ماشومان پر سینه بغل، توخي، زکام او کڼو نورو ناروغیو اخته شوي دي.
نوموړی د راستنو شویو کورنیو لپاره په کمپ کې د معیاري روغتیایي خدماتو له کموالي هم شکایت کوي.
نجیب الله وویل: «زما دوه هفتې کېږي چې له پاکستانه راغلی یم، هلته په پنجاب کې اوسیدوم ژوند مو جوړ و، خو پولیسو ونیولو او مجبور شوو چې بیرته افغانستان ته راشو دلته اوس د مرستو په تمه یو، خو تراوسه نوبت نه دی راغلی ماشومان مو د ژمي په دې یخه هوا کې ذکام، سینه بغل او نورو ناذوغیو اخته شوي اندیښنه مو ډیره ده که زر مونږ خپلو کورنو ته ستانه نه شو نو هوا نوره هم یخیږي او دا ناروغۍ لاپسې زیاتیږي.»
هفه دغه راز زیاتوي، د کډوالو لپاره په جوړ شوي کمپ کې نه یوازې ماشومان بلکې عمر خوړلي کسان او میرمنې هم په موسمي او نورو ناروغیو اخته شوي دي.
عبدالله بیا یو له هغه راستنو شویو دی چې میرمن یې په یاد کمپ زیږون کړی.
هغه وایي، د کډوالۍ ژوند، فقر، بې وزلۍ او په یاد کمپ کې د روغتیایې خدماتو کمښت هغه لاملونه دي چې له امله یې دوی کړیږي.
عبدالله وویل: «دلته څه ډول چې لازمه ده روغتیایي خدمات نشته د میرمنو لپاره ځینې ډاکترانې دي خو هغوی د ورځې وي او د شپې لخوا یوه نوکري وي او یا بیخي نه وي. زما میرمن څو ورځې مخکې په همدې کمپ کې زیږون وکړ او الله ج یوه لور راکړه، خو کله مې چې میرمن دلته د کمپ کلینیک ته یوړه نو خدمات یې څه ډول چې لازمه ده نه وو، غوښتنه مو دا ده چې باید په دې کمپ کې د کډوالو لپاره په هره برخه کې خدمات وړاندې شي.»
په ورته مهال طالب چارواکي هم له پاکستان په زوره د راشړل شویو افغان کډوالو ستونزې تر یو کچې مني خو وایي، دوی هم غلي نه دي ناست او د حل هلې ځلې یې ګړندۍ کړې دي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، د کډوالو په کمپ کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې ۶۲زره او ۱۳۸ کسانو ته وړيا روغتيايي خدمات وړاندې شوي دي.
د هغه په وينا، دغو ناروغانو ته چې نارينه، ښځې او ماشومان په کې شامل دي، د مور او ماشوم د روغتيا، ساري او ويروسي ناروغيو، اسهال، شري، ملاريا، رواني روغتيا، تغذيې، واکسيناسيون او نورو برخو کې وړيا خدمات هم وړاندې کوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تورخم کې د افغان کډوالو په پنډ غالي کې ۱۹ ماشومان زېږېدلي دي.
ننګرهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وايي، تورخم کې د راستنو شویو کورنیو لپاره ۱۳۵۰ خېمې درول شوي چې یادې کورنۍ به د لنډې مودې لپاره په یاد پنډ غالي کې ساتل کېږي او تر ثبت او راجستر وروسته به دغو کورنيو سره مرستې ترسره کېږي او بیا خپلو سيمو ته استول کېږي.
