د طالبانو مشر د نيمروز په خاشرود کې د دوه ميليارده افغانيو په لګښت د اوبو بند جوړولو امر کړی

Photo: BNA

اطلاعات روز: د طالبانو رسنيو خبر ورکړی چې د دې ډلې مشر د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه ميليارده افغانيو په لګښت د اوبو د يو «لوی» بند جوړولو امر کړی دی.

د «ملي ټلويزون» له راپور سره سم، د طالبانو د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت يو مسلکي بورډ جوړوي تر څو  د دې بند د جوړولو چارې مخته يوسي.

له دې راپور سره سم، د خاشرود پر سيند تقريبا د ۵۰ مترو په لوړوالي بند جوړېږي چې شاوخوا شپږ ميليونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت به ولري.

د طالبانو تر مديريت لاندې «ملي ټلويزون» ليکلي، چې د دې بند په بشپړېدو سره به د نميروز ولايت په ګلستان، دلارام، خاشرود، غوري او چخانسوري ولسواليو کې اته زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.

خاشرود سيند له تور غره سرچينه اخلي او د افغانستان او ايران پر پوله هامون پوزک ته توييږي. دا هامون د هغو هامون حوضونو يوه برخه ده چې د وروستيو کلونو پر مهال وچ شوي. د خاشرود سیند د کلني جریان اوسط اندازه حجم ۱۷۰ میلیونه متر مکعب اټکل شوی دی.

طالبانو په داسې حال کې پر دې سیند د بند جوړولو پرېکړه کړې، چې له ایران سره لاهم د اوبو پر سر شخړې روانې دي.

افغانستان او ايران د ۱۳۵۱ کال پر مهال د هلمند اوبو پر سر تړون لاسليک کړی او د دې معاهدې له مخې په نورمال اوبيز کال کې په يوه ثانيه کې ۲۶ متر مکعبه اوبه د ايران حقابه ده چې له افغانستانه بايد دې هيواد ته ولاړې شي.

اوسمهال ايران وايي، چې خپله حقابه نه ترلاسه کوي، خو په افغانستان کې طالبان وايي چې د پرلپسې وچکاليو له کبله د هلمند اوبه کمې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه