اطلاعات روز: په خوست کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، دغلته «د ټولنې پر بنسټ د تغذيې پروګرام» تر نوم لاندې په مرکز او ځينو ولسواليو کې د ماشومانو خوارځواکۍ له منځه وړلو لپاره د عامه پوهاوي کمپاين پېل شوی دی.
مسوولين زياتوي، چې دا کمپاين نن (پنج شنبه، ۲۵ د لړم) پېل، چې له مخې یې ۶۳۴ کارکوونکو ته اړونده روغتيايي وسايل هم وېشل شوي، تر څو په کليو او بانډو کې خلکو ته عامه پوهاوی ورسوي.
روغتيايي چارواکو دا نه دي ويلي، چې ياد کمپاين به څو ورځې دوام وکړي، خو زياتوي چې له مخې به يې سلګونه کورنيو ته د خوارځواکۍ په اړه لازمې سپارښتنې وشي.
دوی دا اقدام په داسې وخت کې ترسره کوي چې د خوست ولايت په ګڼو سيمو کې ميندو ته د کافي خوړو نه رسېدو له امله ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او يا هم د وينې له کموالي سره مخ دي.
د دې ولايت اوسېدونکي بيا وايي، په تېر کې خوار ځواکو ماشومانو ته په روغتيايي مرکزونو کې ځانګړي شوي مواد ورکول کېدل خو په وينا يې چې اوس بند شوي او په نشت حساب دي.
