کندهار کې پر ۱۶ زره کروندګرو د کیمیاوي سرې او د غنمو د اصلاح شوي تخم ویش پېل شو

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ايف اې او) په مالي ملاتړ او د «او ايچ ډبل يو» موسېسې په تخنیکي همکارۍ پر ۱۶ زره بزګرانو د کیمیاوي سرې او د غنمو د اصلاح شوي تخم د ویش لړۍ پېل شوه.

د سويلي زون لپاره د «او ايچ ډبل يو» موسېسې مسوول نويد احمد رحمت وايي، دغه ویش یې نن (پنج شنبه، ۲۵ د لړم) پېل کړی، چې د کندهار د ښار ترڅنګ به په ولسوالیو کې هم پېل شي.

نوموړی زیاتوي، هر کروندګر ته پنځوس کيلو د غنمو اصلاح شوی تخم، پنځوس کيلو سپينه او پنځوس کيلو توره کيمياوي سره ورکول کېږي ترڅو د راتلونکي کال لپاره ترې ګټه پورته کړي.

رحمت وویل، راتلونکي کې پلان لري چې کندهار کې ۱۶ زره کورنیو ته بېلابېل نباتي اصلاح شوي تخمونه وویشي.

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمود مظلوم وايي، هڅه کوي ياده پروسه په ډير شفافيت سره ترسره شي او کروندګر ترې ښه ګټه پورته کړي.

مظلوم وويل: «اوس موږ په کندهار کې د غنمو په برخه کې هيڅ ډول ستونزه نه لرو او په ډيرو کمو امکاناتو مو بزګرانو ته ډيرې اسانتياوې برابرې کړې دي، هڅه مو داده چې بزګران نور هم په زراعتي بخش کې وروزو، غوښتنه مو له بزګرانو دا ده چې له دې کيټونو بايد ګټه واخلي او په بازار کې یې خرڅ نه‌ کړي.»

کندهار کې کروندګر شکایت کوي، چې د وچکالۍ، زراعتي افتونو او کرنې برخه کې د عصري وسایلو نشتون له امله تل له خپلو ځمکو کم حاصل ترلاسه کوي او غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې د دوی ستونزې حل کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه