په فراه، ننګرهار او دايکندي ولايتونو کې ترافيکي پېښو څلور تنه مړه کړي

Photo: via Social Media

اطلاعات روز: په فراه، ننګرهار او دايکندي ولايتونو کې د درو ترافيکي پېښو له امله څلور تنه مړه او درې نور ژوبل شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو ځايي امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دا پېښه نن (چهارشنبه، ۲۴ د لړم) مازدیګر مهال د جلال اباد ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند «ثمرخېلو» سیمه کې را منځته شوې.

د زابلي په خبره، د پېښې ژوبل کسان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې یاده پېښه کې یوې کرولا موټر د سړک غاړې پلچک سره ټکر کړی، چې لامل یې د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې.

همدا راز، په فراه کې د طالبانو د والي د دفتر رسنيز مسوول نور احمد خادم وايي چې د دې ولايت په پرچمن ولسوالۍ يوه بار وړونکي ټريلر موټر دوه تنه لاندې کړي چې له امله يې يو تن مړ او يو بل ژوبل شوی دی.

د خادم په وينا، د بار وړونکي موټر چلوونکي د شاتګ پر مهال د بې احتياطۍ له وجې دا دوه تنه تر موټر لاندې کړي. موټر چلوونکی د طالبانو له لوري نيول شوی دی.

همدارنګه، د دايکندي ولايت په خدير ولسوالۍ کې يو «فيلډر» ډوله موټر چې له چلوونکي پرته روښانه و، له لارې اوښتی او يو کس يې لاندې کړی او مړ کړی دی. د ځايي سرچينو په وينا، دا پېښه تېره ورځ شوې.

په هيواد کې ترافيکي پېښې هر کال د سلګونو کسانو ژوند اخلي او په سلګونو نور ژوبل او معلولوي.

يو څه وخت وړاندې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی و چې د تېرو شپږو مياشتو پر مهال ترافيکي پېښو يو زر او ۲۹ تنه مړه کړي دي.

د دې وزارت په وينا، په دې موده کې پر لويو لارو او ښارونو کې دوه زره او ۲۸۸ ترافيکي پېښې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه