ايرانی چارواکی: د طالبانو پلاوي تهران ته د خپل سفر په ترڅ کې په لومړي ځل ومنله چې د ايران حقابه دې ورکړل شي

Photo: FDPM_AFG

اطلاعات روز: د ايران د چاپېريال ساتنې د سازمان رييس علي سلاجقه وايي، چې د طالبانو اقتصادي پلاوي تهران ته د سفر پر مهال په لومړي ځل منلې چې له هلمند سيند څخه د ايران حقابه بايد ورکړل شي.

د ايرنا له راپور سره سم، د ايران د چاپېريال ساتنې د سازمان رييس نن (چهارشنبه، ۲۴ د لړم) خبريالانو ته ويلي، چې «ايران ته چې د طالبانو کوم اقتصادي پلاوی راغلی و، له ښه مرغه غونډه مو ورسره درلوده او همدلته ښايي طالبانو په لومړي ځل ومنله چې د ايران حقابه بايد په هر صورت ورکړل شي.»

ښاغلی سلاجقه وايي، چې طالبانو په دې غونډه کې د اوبو د کمښت موضوع مطرح کړه او ويې ويل، چې که له اقليم سره سم کافي ورښت وشي، د ايران حقابه ورکول کېږي.

د ايران د چاپېريال ساتنې سازمان رييس زياته کړې: «له طالبانو سره په غونډه کې مو کار ته په پام د لندبل موضوع او دا چې د زابل سيمې خلک شاوخوا ۱۸۰ ورځې له ګردونو او غبار سره په مشکل  کې وي، مطرح کړه او له دوی مو وغوښتل چې اوس دې اوبه راپرېږدي، تر څو سيند لوند شي او د ګرد او غبار منشأ ونه ګرځي.»

ده ويلي، د طالبانو اقتصادي پلاوي منلې، چې که د اوبو په بندونو کې د اوبو وضعيت ورته اجازه ورکړي، دا کار به وکړي.

د طالبانو رییس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د تېري اونۍ د شنبې په ورځ د يوه ۳۰ کسيز پلاوي په مشرۍ ايران ته سفر کړی و او شپږ ورځې هلته پاتې شو.

د طالبانو پلاوي د دې سفر پر مهال د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان او د ايران د انرژۍ د وزير علي اکبر محرابيان په ګډون له بېلابېلو ايراني چارواکو سره وليدل او تر خپل منځ يې د همکارۍ پنځه تفاهم‌ليکونه لاسليک کړل.

د حقابې پر سر تر جنجالونو وروسته دا لومړی ځل و چې د طالبانو يو لوړپوړی چارواکی ايران ته سفر کوي.

له هلمند سيند څخه د ايران حقابه سږ کال د طالبانو او ايران تر منځ يوه له ترينګلو موضوعاتو څخه وه.

ايران له هلمند سيند څخه د خپلې حقابې د ورکړې غوښتنه کوله، خو طالبانو ويل چې د پرلپسې وچکاليو او په کجکي بند کې د کافي اوبو د نشتون له کبله دومره اوبه نشته چې ايران ته ورسېږي.

تر دې چې يو ايراني تخنيکي پلاوي د ارزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د هلمند سيند اوبو د ارزونې دستګاه وکتله او تاييد يې کړه چې د اوبو جريان تر يوه عادي اوبيز کال کم دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه