جان سپکو: طالبان د امريکا د مرستو پام وړ برخه منحرفوي او يا ترې ګټه اخلي

Photo Credit: VOA

اطلاعات روز: د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې د امريکا د پلټونکې ادارې (سيګار) مشر جان سپکو ويلي، چې د دې ادارې ارزونه ښيي چې طالبان د امريکا متحده ايالاتو د مرستو پام وړ برخه منحرفوي او يا يې په خپله ګټه کاروي.

ده دا خبرې پرون (سې‌شنبه، ۲۳ د لړم/۱۴ د نوامبر) د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې په استماعیه غونډه کې کړې دي.

سپکو په دې غونډه کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د امريکا د مرستو د څار او د دې ډلې له لوري د مرستو د بې ځايه لګولو په اړه څرګندونې کړې دي.

ده په خپلو خبرو کې ويلي، چې «زموږ کار ښيي چې طالبان د امريکا متحده ايالاتو د مرستو پام وړ برخه منحرفوي او يا يې هم په خپله ګټه کاروي.»

د سپکو په وينا، سيګار تر نن ورځې د د ملګرو ملتونو د چارواکو او د امريکا د ځايي او نړيوالو شريکانو په ګډون له هغو ۳۹ کسانو سره مرکې کړې دي چې د مرستو په رسولو کې يې رول درلود. ده زياته کړې چې په دې لړ کې تقريبا ټولو د متحده ايالاتو په مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې او د هغوی له لوري د بې ځايه استعمال په تړاو د لومړي لاس تجربې بيان کړې دي.

د سيګار مشر زياته کړې، چې په اوو ولايتونو کې د افغانستان د اوو غير دولتي سازمانونو له لوري شوې سروې هم د متحده ايالاتو په مرستو کې د لاسوهنې خبره کوي.

سپکو ويلي، چې د افغانستان د غير دولتي سازمانونو په يوه بېله نظرپوښتنه کې له ۵۸ تنو څخه ۳۷ تنو يې راپور ورکړی چې د ۲۰۲۱ له اګست څخه د ۲۰۲۳ کال تر می مياشتې پورې د امريکا له مرستو په مجموع کې ۱۰.۱ ميليونه ډالر د طالبانو حکومت ته د مالياتو او تعرفې په توګه ورکړل شوي دي.

ده زياته کړې، سيګار همدا راز موندلې چې د طالبانو چارواکو په پرلپسې توګه د متحده ايالاتو پر همکارو بنسټونو فشار راوړی چې د دوی کسان استخدام کړي او يا يې هم ټينګار پرې کړی چې د متحده ایالاتو شريکان دې له هغو شرکتونو سره قرارداد وکړي چې له طالبانو سره تړاو لري.

همدا راز د سپکو په وينا، د سيګار موندنې ښيي چې طالبانو د متحده ايالاتو خوراکي مرستې خپلو سرتېرو ته وړي او همدا راز يې د مرستو له تر لاسه کوونکو ماليات اخيستي دي.

ده زياته کړې: «د متحده ايالاتو په مرستو کې داسې لاسوهنه او د هغو داسې بې ځایه مصرفول اندېښمنوونکي دي او ګڼ خطرونه لري.»

د ده په وينا، يوازې طالبانو د متحده ايالاتو په مرستو کې لاسوهنه نه ده کړې بلکې سيګار د تېرو ۱۲ کلونو پر مهال د اشرف غني او د حامد کرزي د حکومت له لوري په پراخه کچه د مرستو د بې ځايه لګولو پېښې مستندې کړې دي.

ده ويلي: «انساني کړکېچ چې خلک ورسره مخ دي او همدا راز د طالبانو تروريستي اړيکو ته په پام په بشرپالو مرستو کې د طالبانو له لوري لاسوهنه اندېښمنوونکې ده. د افغانستان د پخوانيو دولتونو برخلاف اوسمهال د نغدو پيسو لېږد ښايي هم د فاسدو چارواکو جيبونه ډک کړي او هم تروريستي فعاليتونه په مالي توګه تأمين کړي.»

طالبانو تر اوسه د سيګار د مشر دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی. دې ډلې وړاندې په مرستو کې د لاسوهنې ادعاوې رد کړې دي.

سپکو زياته کړې، چې اوسمهال د سيګار څېړنې په مرستو کې د طالبانو پر لاسوهنې او د هغوی له لوري يې پر بې ځايه کارولو راټولې دي.

ده ويلي، چې همکاران يې د اسنادو د راټولولو او د څېړنو لپاره د مرکو د کولو په لړ کې له ننګونې سره مخ دي. سپکو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په نه همکارۍ تورن کړی دی.

امريکا په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستان سره پرمختيايي مرستې ځنډولې دي، خو بشري مرستو ته يې دوام ورکړی. اوسمهال امريکا له افغانستان سره تر ټولو ستر بشري مرسته کوونکی هيواد دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه