اطلاعات روز: په خوست ولايت کې د طالبانو پوليسو د هغو درې کسانو د نيول کیدو خبر ورکړی چې په خپلسري ډول يې يو ځوان صحرایي محکمه کړی او د سر ویښتان یې ورته قیچي کړي دي.
خوست کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسانو د طالبانو په لیکو کې نظامي دنده درلوده او نن (سې شنبه، ۲۳ د لړم) نيول شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې له نيول شویو کسانو سره به قانوني چلند وشي.
د يادونې ده چې دوه ورځې وړاندې ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو خپره شوه، چې په کې د بادشاه زالله په نوم د تڼيو ولسوالۍ د للمي سيمې يو اوسېدونکی د طالبانو له خوا نيول شوی و او ورڅخه په زور زياتي د هغه د سر ويښتان قچې کېدل چې وروسته دغې پېښې د خلکو توند غبرګونونه را وپارول او دا کار يې په کلکه وغانده.
