اطلاعات روز: د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز او ولسواليو ګڼو ځوانانو، قومي مخورو، ښځو، د پوهنتون استادانو، خبريالانو او سياسي او مدني فعالانو د سولې په اړه جوړو شويو ناستو کې په دې اړه بحثونه وکړل او سولې او ټولنيز ثبات ته د لا زيات کار لپاره يې يو ګډ کاري پلان جوړ کړ.
ګډونوالو د روانو سياسي وضعيت او د سولې د خبرو پر ولاړ حالت سخته اندېښنه وښوده او ويې ويل چې په دې اړه دې خلکو ته واضح ځواب ورکړل شي.
دوی وايي چې نور د جګړې دوام په هېڅ صورت د منلو ندی او د سولې نه کېدو له امله به د راتلونکو پېښو او زيانونو مسوليت د هغه چا پرغاړه وي، چې په دې برخه کې ناغيړي کوي.
د بحثونو دا لړۍ د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر يوناما لخوا جوړه شوې وه، چې په څلورمه او وروستۍ ناسته کې يې د ګډونوالو لخوا اعلاميه هم خپره شوه.
سياسي فعال احمدشاه احمدزي اوربند د ستونزو د حل لپاره لومړی ګام او د افغانانو جدي لومړيتوب ياد کړ او ويې ويل چې د سولې د خبرو سربېره د جګړې دوام خلک د سولې پر پروسه بې باوره کړي دي.
احمدزي وويل چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او وسله وال طالبان دې د ملي ګټو او ارزښتونو تر چتر لاندې د ثبات لپاره رښتينې هڅې وکړي او په ټولو پروسو کې دې د ځوانانو د ملي پاليسي، د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ او ۲۲۵۰ پرېکړه لیکونو له مخې ځوانانو ته معناداره ونډه ورکړي.
نوموړي زياته کړه: «افغانان ډېر زيات وځپل شول، نور جنګ په هېڅ ډول د منلو ندی. هېڅوک دې د عامه ګټو او پروژو خنډ نه ګرځي او د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره دې سياسي مبارزه وشي، نه وسله واله مبارزه.»
د ښځو د حقونو فعاله صبرينا همت روان مبهم حالت ته اندېښمنه ده او وايې چې جمهوریت، امنيتي ځواکونه او ملي بنسټونه د افغانانو سرې کرښې دي او په نورو برخو کې دې له نرمښت څخه کار واخيستل شي.
همت وويل چې وسله وال طالبان دې د خبرو د ځنډ په اړه افغانانو ته وضاحت ورکړي.
نوموړې زياته کړه: «موږ نه پوهيږو چې په قطر کې څه روان دي؟ د څه په اړه خبرې کيږي؟ او ولې مذاکرات ځنډېدلي دي؟ طالبان ولې د خبرو مېز ته نه حاضريږي؟ دا اندېښنې بايد ځواب شي.»
مدني فعال حميدجان احساس وويل چې په تېر کې د افغانستان د جګړو او بحرانونو يو لامل د ملګرو ملتونو لخوا د فعال رول نه تر سره کول و او نيوکه کوي چې اوس هم ياد سازمان او نړيواله ټولنه په دې اړه لا هم پياوړی او اغېزناک رول نه تر سره کوي.
احساس وايي چې نړيواله ټولنه، بانفوذه او اسلامي هېوادونه دې د افغان سولې لپاره رښتينې هڅې وکړي او د جګړې درولو لپاره دې پر وسله والو طالبانو او د هغوی پر ملاتړي هېواد لازم فشار راوړي.
هغه وويل: «د جګړې د دوام له امله هره ورځ نه جبرانېدونکي زيانونه اوړي، بېګناه خلک قرباني کيږي، چې بشري جنايت دی. موږ د مطلوبې سولې لپاره له ټولو خواوو د جدي او رښتينو هڅو غوښتونکي يو.»
ديني عالم مولوي خواجه الدين حقبیان وويل چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانستان او اسلامۍ نړۍ د واضح اجماع پر بنسټ حرامه ده او بايد ودرول شي.
حقبيان وايي چې د روانې جګړې ټول مادي، مالي او معنوي زيان مسلمانانو ته اوړي او هر فرد يې تر وسه په مخنيوي کې مسول دی.
نوموړي زياته کړه: «د انسان وژل کبيره ګناه ده او څوک چې کبيره ګناه حلاله بولي، د جمهورو علماوو په قول کافر دی. بښنه او انعطاف انساني او اسلامي امر دی او سوله سراسر خير دی.»
ګډونوالو د دې لړۍ په وروستۍ ناسته کې د سولې، ملي پخلاينې؛ بشري حقونو، ښې حکومتولي او متوازن انکشاف په اړه اعلاميه هم خپره کړه او په دې پروسه کې يې د نړيوالې ټولنې، په تېره د ملګرو ملتونو د زيات فعال رول غوښتنه وکړه.
دوی د سوېل ختيځ زون په مرکز پکتيا کې د نړيوالو موسـسو، ادارو او د ملګرو ملتونو د اړوندو دفترونو شتون هم خورا کم وباله او د هغوی د فعاليتونو د پيلولو غوښتنې سربېره يې وويل چې په دې ولايت کې په هره برخه کې زيات کار ته اړتيا ده او دوی به ور سره پوره همکاري وکړي.
د ملګرو ملتونو د سوېل ختيځ زون دفتر سرپرستې مود مرشل وويل چې د ځوانانو دا غوښتنې او وړانديزونه به د کابل او قطر دفتر مسولينو سره شريک او په راتلونکو مسايلو کې په نظر کې ونيول شي.
د پکتيا ولايتي اداره وايي د هر هغه غږ او حرکت پوره ملاتړ کوي، چې د سولې او ثبات له ټينګښت سره مرستندوی وي.
که څه هم افغان ولس، دولت او نړيوالو ډېر ځله له وسله والو طالبانو د اوربند او سولې غوښتنې کړې، خو يادې ډلې د ژمنو او خپلو ۵ زره زندانيانو د خلاصون سربېره هم تر اوسه دا غوښتنه نده منلې.
ولسمشر غني تېره ورځ د وسله والو طالبانو وروستيو بریدونو ته په اشاره وويل چې ياده ډله لا هم سولې ته ژمنه نده، له خبرو ډډه کوي او د جګړې غځولو ته بې ځايه پلمې لټوي.
