هلمند کې د فقر او بې کارۍ زیاتوالی؛ ځوانانو د کار په لټه بهرنیو هیوادونو ته مخه کړې

انځور: خواله رسنۍ

هلمند د هیواد په سویل کې یو له جګړه ځپلو ولایتونو ګڼل کېږي، په دغه ولایت کې د وروستیو دوو کلونو پرمهال د بې کارۍ له امله د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او ځوانان یې اړ شوي چې د کار په لټه بهرنیو هیوادونو ته ولاړ شي ترڅو خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

د هلمند اوسیدونکی احمد ذکريا چې د يوې اته کسيزې کورنۍ سرپرستي په غاړه لري وايي، چې هره ورځ د کار په لټه له کوره راوځي، خو په وینا یې چې په میاشت کې یوازې څو محدودې ورځې کار پیدا کوي او نورې ټولې ورځې خالي لاس کور ته ستنیږي.

نوموړی راروان ژمي ته اندیښمن دی، وایي چې کاري فرصتونه په نور هم کم او دوی به د سخت حالت سره مخ شي.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې دوی ته دې په خپل ولایت کې د کار زمینه برابره کړي ترڅو اړ نه شي بهرنیو هیوادونو ته ولاړ شي.

ذکریا وويل:«په کور کې د ۸ کسانو سرپرستي کوم، هر شپه مې  دې ته وار خطا وي چې سهار به بیا مزدوري پیدا کړم که نه موږ ډير په ستونزو کې يو ډير لږ ورځ کار پیداکېږي، زموږ د ولايت ډير ځوانان چې دلته ورته کار نه پیدا کیده پاکسان او ياهم ايران ته تللي دي.»

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د فريدې په نوم يوه ميرمن چې اوس مهال خپلو پنځو اولادونو ته د ډوډۍ پیدا کولو په موخه د یو بل په کور کې مزدوري کوي، وایي خاوند یې یو کال دمخه دلته د کار نشتون له امله مجور شو ایران ته ولاړ شي، خو په خبره یې چې هلته هم دومره څه نه شي ګټلی چې د دوی ژوند پرې تېر شي.

فريده زیاتوي، که چیرته په هلمند کې  کاري فرصتونه زيات شي، نو خاوند به یې بیرته خپل هېواد ته راستون او کار به وکړي.

هغې وويل:«پنځه اولادونه لرم خاوند مې ايران ته تللی د يوه او بل مزدوري کوم، د ستنې کار کوم غاړې جوړوم چې د هغو ۵ يا ۶ زره کالدارې شي، اوس په دغه پیسو زه اوړه واخلم غوړي پرې واخلم.»

د هلمند د مرکز لښکرګاه په بېلابېلو ځایونو کې هره ورځ ګڼ کسان په دې موخه ناست وي ترڅو یو کس یې د مزدورۍ لپاره له ځان سره بوځي

ورته مهال هلمند کې د ټولنيزو چارو کارپوهان هم د کاري فرصتونو رامنځته کيدل مهم بولي او زياتوي که ځوانانو ته د کار زمينه برابره نه شي نه يوازې چې بهرینو هیوادونو ته مخ کوي، بلکې د جنايي جرمونو کچه ورسره هم لوړیږي.

د ټولنيزو چارو پوه قدرت الله عزیزي وايي، په دې ورستيو کلونو کې د هلمند ترڅنګ په ټول هېواد کې ځوانان بې روزګاره شوي او ګڼ شمير يې د هېواد څخه د مهاجرت تکل کړی دی.

هغه د طالبانو پر حکومت غږ کوي چې ځوانانو ته دې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

نوموړي وویل:«کله چې په يوه هېواد کې اقتصادي ستونزي اوج ته ورسيږي په هغه هېواد کې بیا جنايي جرمونه ډيريږي خلک د خپلو کورونو څخه د کار پیداکولو په لټه وځي او بهرنيو هېوادونو ته ځي  حکومت ته په کار ده چې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي کنه فقر او لوږه به ډيره زياته شي.»

په همدې حال کې بیا هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، هڅه کوي څو په دې ولايت کې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

په دغه ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مرستيال محمد قاسم رياض په دې اړه داسې وویل: «۱۳ زره ځوانانو ته کاري فرصتونه برابره شوي په راتلونکي کې هم موږ دې ته ژمن یو چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې نه يوازې په هلمند کې ځوانان د بې روزګارۍ څخه سر ټکوي، بلکي د هېواد په ګڼو ولايتونو کې ځوانان وایي، چې د طالبانو راتګ سره یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او دا مهال د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه