ولايتي شورا: د لوګر چاودنه کې يو تن وژل شوی او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان دي

اطلاعات روز: سيمه ييز مسوولين وايي، د لوګر ولايت په بره برکي ولسوالي کې د ماين چاودنې له امله ۱۵ وګړي ټپيان شوي دي.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ وايي چې ياده پېښه تېر مازيګر مهال د دې ولسوالي په بازار کې رامنځته شوې ده.

لونګ وويل چې وسله والو طالبانو يو ماين د برېښنا په پايه کې ځای پر ځای کړی و، چې چاودنه يې کړې او ياده مرګ، ژوبله يې اړولې ده.

نوموړي زياته کړه چې ټپيان ولايتي ملکي روغتون ته لېږدول شوي، چې د ځينو حالت يې د اندېښنې وړ و.

ديدار لونګ وايي: «طالب وسله وال تل د ملي شتمينو تخريب کوي او په خپلو تخريبي فعاليتونو يې هر وخت زموږ بېګناه هېوادوالو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.»

خو د بره کي برک ولسوال احمدويس عبدالرحيمزی وايي چې په پېښه کې يو عام وګړی وژل شوی او د ملي پوځ د دوه سرتېرو په ګډون شل ملکي کسان ټپيان شوي دي.

بل خوا د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزی د ټپيانو شمېر تر دې هم زيات يادوي او وايي چې په پېښه کې د يو عام سړي د وژل کېدو سربېره، څلور د ملي اردو سرتيري او شاوخوا دېرش ملکي وګړي ټپيان دي.

د بره کي برک ولسوالي له بازار څخه يو تن عيني شاهد شمس وايي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې خلکو د امنيتي ځواکونو په ملتيا له بازار له منځه د لمريزې برېښنا پايو ټولولو پلان درلود.

شمس وويل چې د دې پايو ټولولو پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې تر دې مخکې هم په دې پايو کې د ځای پر ځای شوي ماين له امله خلکو او امنيتي ځواکونو ته مرګ، ژوبله اوښتې وه.

د پېښې ټپيان د بره کي برک ولسوالي او لوګر ولايت ملکي روغتونو او نورو روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. 

که څه د لوګر ولايتي شورا، ولايت مقام او امنيه قومنداني دا چاره د وسله والو طالبانو ګڼي، خو يادې ډلې په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

بره کي برک د مرکز پُل علم په لويديځ کې پرته ناامنه ولسوالي ده، چې په ډېرو سيمو يې وسله وال طالبان واک يا زيات نفوذ لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه