پکتيکا ته راستانه شوي کډوال د سړې هوا له امله خپلو ماشومانو ته اندېښمن دي

اطلاعات روز: په پکتيکا ولايت کې د انګور اډې او تروې ولسوالۍ له لارې دغه ولايت ته په تېرو دوو ورځو کې لسګونه افغان کورنۍ له ګاونډي پاکستان څخه بيرته راستنې شوې دي.

تازه راستنې شوې کورنۍ سوړ موسم ته په کتو د خپلو ماشومانو ژوند ته اندېښمن دي او وايي، که د ژوند تېرولو لپاره ورته مناسب چاپيريال برابر نه شي، خېمو کې به يې ماشومان په بېلابېلو ناروغيو اخته شي.

د دغو کډوالو له ډلې يې د سپين ګل په نوم چې اصلي ټاټوبی يې مرکز ښرنه ده اطلاعات روز ته وويل، چې دوی نه يوازې په راتګ کې د پاکستاني پوځيانو له ناسم چلند سره مخ و، بلکې اوس په خپل هیواد کې هم د مناسب ځای نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

نوموړی غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت او اړونده موسېسات دې دوی ته د اوسېدو لپاره د خېمو بديله لاره ولټوي.

هغه زياتوي چې له پاکستانه د خپلې کورنۍ له ۱۳ غړو سره راوښتی چې دې کې ۴ يې خورا کم عمره ماشومان دي.

په همدې حال کې بيا د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دوی د راستنېدونکو لپاره يوه کمیټه جوړه کړې چې اړونده خدماتي ادارې په کې ګډون لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د کډوالو لپاره د اوسېدو کمپ جوړ کړی، چې په کې د سرپناه لپاره خېمې، روغتيايي کیټونه، لومړني خوراکي توکي، نغدې پيسې او نور خدمات وړاندې کېږي.

د پکتيکا ولايت لپاره د طالبانو د کډوالو او بيرته راستنېدونکو کډوالو چارو د رياست د معلوماتو پر اساس چې تراوسه پکتيکا ته لسګونه کورنۍ راستنې شوې دي.

پاکستان حکومت دوه مياشتې وړاندې له خپل هیواد څخه د ټولو ناقانونه کډوالو د ايستلو پرېکړه وکړه، چې له ډلې يې لسګونه زره کسان خپل هيوا‌د ته راغلي، خو دلته د ځای او اقتصادي ستونزو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه