مجاهد د کاکړ خبرو ته په ځواب کې: طالبان د پاکستان د امنيت ساتنې مسووليت نه لري

اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزير انورالحق کاکړ خبرو ته چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په دې هيواد کې د ناامنۍ د زياتېدو په اړه يې کړې وې، په ځواب کې ويلي چې دا ډله د پاکستان د امنيت ساتنې مسووليت نه لري.

ښاغلي مجاهد نن ماښام (چهارشنبه، ۱۷ د لړم) پر ايکس د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر برياليتوب وروسته په پاکستان کې د ناامنۍ زياتېدل د دې دليل نه دی چې په دې هيواد کې د ناامنۍ تر شا د طالبانو لاس دی.

ده زياته کړې چې پاکستانيان بايد خپلې داخلې ستونزې په خپله حل کړي او پر طالبانو د خپلو ناکاميو پړه وانه چوي.

د طالبانو وياند ويلي، دا ډله لکه څرنګه چې په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي، د پاکستان لپاره هم د امنيت غوښتونکې ده او چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استفاده کړي.

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزير انورالحق کاکړ نن په يوه خبري کانفرانس کې وويل چې په افغانستان کې د طالبانو تر برياليتوب وروسته په پاکستان کې تروريستي پېښې ۶۰ سلنه زياتې شوې دي.

د پاکستان لومړي وزير زياته کړې چې په دې دوو کلونو کې د افغانستان ۱۵ وګړي په ځانمرګو بريدونو کې ښکېل و او همدا راز له تروريزم سره په مبارزه کې د افغانستان ۶۴ وګړي وژل شوي دي.

ده ويلي چې هيواد يې تمه درلوده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته به د پاکستان ضد ډلو په ځانګړې توګه ټي ټي پي پر خلاف جدي اقدامات کېږي او د افغانستان له خاورې به د پاکستان پر ضد په مطلقه توګه استفاده نه کېږي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې افغانان د دې هيواد په ناامنيو کې لاس لري؛ هغه ادعا چې د طالبانو له توند غبرګون سره مخ شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه