په افغانستان کې د ماين شنډونې لپاره د بودیجې کمښت؛ اوچا: هره مياشت د ماينونو له کبله ۶۰ تنه معلول يا وژل کېږي

انځور: د ازادۍ راډیو سایټ

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې افغانستان په ماينونو او چاودېدونکو توکو يو له تر ټولو ککړ هيواد دی او هره مياشت په دې هيواد کې تر ۶۰ زيات کسان چې ډېری يې ماشومان دي معلول او يا وژل کېږي.

د اوچا راپور چې په تازه توګه خپور شوی، پکې راغلي چې په افغانستان کې له ۴۰۱ سيمو څخه دوه پر درې يې په چاودېدونکو توکو ککړې دي.

د اوچا په وينا، درې ميليونه وګړي د ماينونو، لاسي بمونو او له جنګه پاتې ناچاودو توکو په يو کيلوميټرۍ کې ژوند کوي.

ده زياته کړې چې په ماينونو د افغانستان د ځمکې ککړتيا تر ۲۰۰۱ وړاندې او تر هغه را وروسته پاتې ميراث دی.

د دې دفتر په وينا، ارزګان، کندز، هلمند، کندهار، کونړ، بادغيس، فارياب، ننګرهار، غزني، فراه، ميدان وردګ او سمنګان له ماينونو او له جنګه پاتې چاودېدونکو توکو سخت اغېزمن دي.

د اوچا په وينا، حتا د ښوونځيو په څېر ډېری ودانۍ په چاودېدونکو توکو ککړې دي.

اوچا زياته کړې چې پر کرڼې او مالدارۍ متکي کورنۍ لکه بزګران، شپانه او مالداران تر ډېره حده د چاودېدونکو موادو له خطر سره مخ دي.

همدا راز راستنېدونکي وګړي هم متضرر دي، ځکه دوی چې کومو سيمو ته ستنېږي، د هغو په اړه پوهاوی نه لري.

د اوچا په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د فقر د کچې په ژورېدلو سره ماشومان او لويان د پيسو موندنې په موخه د اوسپينې راټولولو په موخه ناچاودې مرمۍ راغونډوي چې په پايله کې يې له بدو پېښو سره مخ کېږي.

د ماين شنډونې لپاره د بودیجې کمښت

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د ماين د خطرونو د مخنيوي لپاره لازمې سرچينې نشته.

د اوچا په راپور کې راغلي چې اوسمهال د ماين له خطرونو سره مبارزه لپاره د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

د دې دفتر په وينا، د تېرو دوو کلونو پر مهال د ماين شنډونې لپاره بودیجه نيمايي کمه شوې او له کبله يې د ماين شنډونې ۴۰ سلنه کاري ځواک کم شوی دی.

ويل کېږي چې د ماين شنډونې د پرسونل شمېر له ۱۵ زرو څخه دریو زرو تنو ته راکم شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه