د کابل په لوېديځ کې چاودنې ته غبرګون؛ ريچارډ بېنټ د عاملانو د پيژندنې او پوښتلو په تړاو د څېړنو غوښتنه وکړه

Photo: via Mukhtar wafayee on X

اطلاعات روز: په افغانستان کې د بشر حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ د کابل په لوېديځ هزاره مېشتې سيمه کې د مرګونې چاودنې په اړه د عاملانو د پيژندنې او د هغوی د پوښتلو په موخه د رڼو څېړنو غوښتنه کړې ده.

نوموړي پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې تر يوې مياشتې په کمه موده کې پر هزاره ګانو په درېيمه چاودنه کې د مرګ ژوبلې وحشتناک راپورونه ترلاسه شوي دي.

د دشت برچي د عبدالعلي مزاري جادې ته څیرمه د مهتاب کلا په ساحه کې د پرون ماښام (سې‌شنبه، ۱۶ د لړم) بريد يو کاسټر ډوله ښاري بس په نښه کړ.

طالبانو د دې بريد د تلفاتو شمېر اووه وژل شوي او ۲۰ ژوبل اعلان کړل. د دې بريد مسووليت داعش منلی دی.

د طالبانو امنيتي مسوولينو تراوسه د پروني بريد په اړه جزييات نه دې خپاره کړي.

دې چاودنې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ليکلي: «زه د عاملانو د پيژندنې او د هغوی د پوښتلو په موخه د بشپړو او شفافو څېړنو غوښتونکی يم.»

د مذهبي ازاديو په برخه کې د ملګرو ملتونو راپورچي نازيلا غني هم د بېنټ غوښتنه تکرار کړې او په افغانستان کې پر هزاره ګانو او مذهبي لږکيو د بريدونو په تړاو يې د تحقيقاتو غوښتنه کړې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرونۍ چاودنه غندلې او ويلي يې دي چې دا تروريستي بريد بشر ضد جنايت او له ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو او اصولو سره یې په تضاد کې بللی دی.

د جمعيت اسلامی افغانستان ګوند هم دا بريد غندلی او په تکراري توګه يې ټينګار کړی چې د طالبانو نااهلي د دې سبب شوې ده چې خلک د ناامنۍ ښکار شي.

دې ګوند ويلي، چې له اوسني وضعيت څخه له تېرېدو پرته به د افغانستان راتلونکی تياره وي.

«پر شيعه ګانو بريدونه د طالبانو د ځينو کړيو په ملاتړ کېږي»

«د افغانستان د ازادۍ جبهه» چې د طالبانو پر خلاف د وسله والې مبارزې ادعا کوي، د کابل په لوېديځ کې پرونۍ چاودنه د مذهبي-قومي دلايلو له مخې د افغانستان پر وګړو د هدفي بريدونو دوام ګڼلی او ويلي يې دي چې د وروستيو دوو لسيزو پر مهال پر ملکي او غير نظامي موخو بريدونو بنسټ طالبانو ايښی دی.

دې جبهې زياته کړې، په برچي کې پرونۍ پېښه چې د کابل په همدې ساحه کې تر يوه اونۍ په کم وخت کې ترسره کېږي ښيي چې طالبان د قومي-مذهبي تعصباتو له مخې د متضررو نقاطو امنيت ساتنې ته پام نه کوي.

«د افغانستان د ازادۍ جبهې» ادعا کړې چې د موثقو اطلاعاتو له مخې د افغانستان پر هزاره او شيعه ټولنې هدفي بريدونه په طالبانو کې دننه د ځينو کړيو په ملاتړ کېږي.

دې جبهې زياته کړې چې د داعش پر خلاف د طالبانو مبارزه «يوه تبليغاتي او تصنعي چاره ده چې هدف يې د نړيوالې ټولنې غافلول او د نغدي مرستو ترلاسه کول دي.»

«د افغانستان د ازادۍ جبهې» په اعلاميه کې راغلي چې له داعش سره تړلې کړۍ د حقاني شبکې ملاتړ لري او له طالبانو سره په همغږۍ هزاره او شيعه ګان وژني.

دې جبهې ويلي: «د داعش په نقاب سره د هزاره ګانو وژل په حقيقت کې زموږ د شيعه هيوادوالو پر وړاندې د طالبانو د مذهبي زغم نشتون ښيي او دا حقيقت له حقاني شبکې سره د تړلو ملايانو او د دې ډلې د مبلغانو په خطبو کې څرګندېږي.»

د شيعه ګانو پر خلاف درې وروستي بريدونه

د پرون ماښام چاودنه د وروستۍ يوې مياشتې پر مهال د شيعه ګانو پر خلاف د کابل په لوېديځ کې دويمه او په افغانستان کې درېيمه چاودنه وه.

د روانې مياشتې (لړم) پر څلورمه نېټه په دشت برچي کې په «ملت» ورزشي سالون کې چاودنه وشوه.

په هغه وخت کې له روغتونو په راټولو شويو معلوماتو کې په ډاګه شوې وه چې شپږ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل وو، خو د طالبانو پولیسو د دوو نفرو وژل کېدل او د اوو نورو ژوبلېدل تاييد کړل. داعش د دې بريد مسووليت منلی و.

داعش ډلې په بغلان ولايت کې له شيعه ګانو سره پر تړلي مسجد د تلې د مياشتې پر ۲۱مه نېټه د بريد مسووليت هم منلی و.

د بغلان په ولايتي روغتون کې د روغتيايي سرچينو په وينا، په دې بريد کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي وو. طالبانو د دې بريد وژل شوي اووه او ژوبل کسان يې ۱۵ تنه اعلان کړل.

داعش د تېرو کلونو پر مهال هم د شيعه ګانو او هزاره ګانو پر مذهبي ځايونو، ښوونځيو او غونډو بريدونه کړي دي. دا ډله په داسې مهال کې بريدونه کوي چې طالبان وايي، داعش په افغانستان کې نشته او کوم ګواښ نه دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه