سویل ختيځ زون کې د پېر او پلور پر مېلو د طالبانو بندیز؛ خلک وايي دا یې د ګټې وټې یوازینۍ لار وه

انځور: خواله رسنۍ

د سویل ختيځ زون په خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر ولايتونو کې د طالبانو د ولايتي مسوولينو له لوري د هر ډول هغو مېلو چې په کې پېر او پلور ترسره کېده بنديز لګول شوی دی، چې دې اقدام سره د خلکو د ګټې وټې يوازينی لار تړل شوې ده.

په يادو ولايتونو کې په عام ډول د موټر پېر او پلور، د حيواناتو او نورو وسایلو بېلابېلې مېلې په ځانګړو شويو ورځو کې جوړېدې چې د طالبانو له خوا يې په ترسره کیدو بنديز لګول شوی دی.

که څه هم د طالبانو له خوا په دې اړه له رسنيو سره معلومات نه دي شريک شوي، خو خلک په دې باور دي چې په ياد کاروبار کې د درغليو او جعل کارۍ مخنيوي په موخه دغه پرېکړه شوې ده.

د الوتونکو مرغانو د پېر او پلور مېله. انځور: خواله رسنۍ

په خوست او لوګر کې به د جمعې په ورځو کې د موټرو د خرڅلاو مېله وه، چې د هيواد له ډېرو ولايتونو به ورته خلک او سوداګرو د موټرو د پير او پلور لپاره ورتلل او پر مهال يې له دې کاروباره مناسبه ګټه هم ترلاسه کوله، خو اوس يې د ګټې پرمخ دغه دروازه د اړونده مسوولينو له خوا تړل شوې ده.

د خوست ولايت د موټرو سوداګر غازي جان اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې په يادو مېلو کې د خلکو ګټه دا هم وه، چې د ضرو ت پر مهال يې په مناسبه بيه د موټر پير او پلور کولای شو، خو په وينا يې چې اوس د بارګين له خوا نا مناسبې بيې ټاکل کېږي چې ګټه يې يوازې د بارګين مالک ترلاسه کوي.

هغه د طالبانو له حکومت د يادو مېلو د بيا پېل غوښتنه کوي او وايي، مشخصو کسانو ته د ګټې پر ځای بايد ولس ته ګټه ورکړل شي.

نوموړي وويل: «د موټرو مېلو ګټه دا وه، چې هر چا به که ضرو ت شو دې مېلې ته به راته او په ښه بيه به يې يا موټر اخيسته او يا به يې هم خرڅاوه، خو اوس که موټر خرڅوي د بارګين له خوا د ۳ لکه افغانيو موټر ترې په دوه اخلي او د دوه لکه افغانيو موټر ورباندې په درې خرڅوي، چې دا د ولس لپاره په تاوان دی.»

د ياد ولايت يو بل اوسېدونکی نورالدين خاکسار هم له شوي اقدام خوښ نه دی او زياتوي چې د موټرو د مېلو په بندېدو کې تر ډېره د بارګين والو يا د موټر پلورونکو لاس ګڼي او وايي، دوی د خپلې شخصي ګټې لپاره له طالبانو د دغو مېلو د بندېدو مخنيوی کړی.

نوموړی غوښتنه کوي چې د موټرو ترڅنګ دې د نورو هغو مېلو ترسره کیدو ته هم اجازه ورکړل شي چې غريب ولس ته په کې ګټه رسيږي.

خاکسار داسې وايي: «دلته د موټرو برخه کې يوه مافیا موجوده ده، چې غړي يې د بارګين والا دي او دوی ځکه د مېلو بندېدو ته چغې وهلې چې د دوی کاروبار ورسره ښه کېږي، خو دې کې بيا ولس تاوان کوي او ګټه همدا څو نفره کوي، نو زما نظر دا دی چې مېلې بيرته خلاصې کړي او غريبو خلکو ته د ګټې لاره پرانيزي.»

د چرګانو د پېر او پلور مېله. انځور: خواله رسنۍ

دغه راز لوګر کې به له دې وړاندې د الوتونکو مرغانو او د جمعې په ورځ به د موټرو مېله وه، چې له ګڼو سيمه به خلکو په کې ګډون کاوه او دا د دوی د کاروبار ترڅنګ د سياحت لپاره هم ښه ذريعه ګرځېدلی وه.

د لوګر ولايت اوسېدونکي وايي، د مېلو په بنديدو يې د ګټې وټې يوازينۍ لاره بنده شوې او غوښتنه کوي چې دوی ته دې بيرته د دغه کار اجازه ورکړل شي.

له دې ور هاخوا په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې هم د پير او پلور بېلابېلو مېلې ترسره کېدې، چې اوس يې مخه نیول شوې او خلک يې د بيرته خلاصون غوښتنه کوي.

ومو غوښتل چې په دې اړه په يادو ولايتونو کې د طالبانو د ولايتي مسوولينو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له هڅو وروسته يې هم په نظر اخيستلو بريالي نه شو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه