اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ کې د یوه ټکسي او خاور موټر د ټکر له امله یو کس مړ او درې نور ژوبل شوي دي.
د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وايي، دغه ترافيکي پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ۱۶ د لړم) ماښام مهال د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د «مشالې» سیمه کې رامنځته شوې.
یوسفزی وايي، په پېښه کې د ټکسي موټر چلوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان د درملنې په موخه د لغمان ولایتي روغتون ته ور وړل شوي او روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ ښودل شوی.
هغه زیاتوي، چې دغه پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې، چې د خاور موټر چلوونکی د طالبانو د پولیسو له لوري نیول شوی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په سرخکانو سیمه کې د یوه سراچه موټر د چپه کېدو له امله یو کوچنی ماشوم او دوې مېرمنې ژوبلې شوې وې.
