خوست کې ۲۸۷ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

اطلاعات روز: په خوست کې د کليو پرمختيا او بيارغونې وزارت لخوا ۲۸۷ بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

مسولين وايي په دې پروژو کې ۴۵ د ښوونځيو ودانۍ او ۲۴۲ نورې پروژې دي، چې اسفالټ او کانکريټي سړکونه، کانالونه، پلونه، پلچکونه، کاريزونه، د اوبو زخيروي بندونه، سربندونه، لمريزه برېښنا او استنادي دېوالونه پکې شامل دي.

د پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د کليو پرمختيا او بيارغونې وزير مجيب الرحمن کريمي، د پوهنې وزيرې رنګينه حميدي او ځينو نورو چارواکو ګډون کړی و.

والي جنرال مهمند کټوازی وويل چې په خوست کې زيات کاري فرصتونه شته او د دې ولايت اوسېدونکي او ولايتي اداره له هرې ادارې سره، چې په دې ولايت کې فعاليت کوي، پوره همکار دي.

کټوازی وايي چې د ادارې اصلاحاتو او له فساد او غصب سره يې مبارزه پياوړې کړې او د خلکو د ګټو په پام کې نيولو به چارې تر سره کيږي.

په ولسي جرګه کې د خوست استازو، د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو او ځوانانو په غونډه کې د خبرو پر مهال د دې ولايت د بوديجې، د ښوونکو د کموالي او تدريسي بهير، د ښوونکي پر ښارګوټي، متوازنې پرمختيا او اړوندو ځينو نورو برخو کې ستونزې، اړتياوې او وړانديزونه شريک کړل او له اړوندو ادارو يې د حل غوښتنه وکړه.

د کليو پرمختيا او بيارغونې وزير مجيب الرحمن کريمي وويل چې د ښوونځيو د ودانيو پر جوړېدو ۲۰۲ ميليونه او پر نورو بشپړو شويو پروژو ۷۵۹ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

کريمي وايي چې په دې ولايت کې د ۸۰۶ میليونه افغانيو په ارزښت ۳۳۸ نورې بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي، چې شاوخوا ۷۰ زره تنو ته پکې د کار زمينه برابره شوې ده.

نوموړي زياته کړه: «په خوست کې به ۳۰ زره بې ځايه شويو يا راستنو شويو کډوالو ته د ۲.۵ ميليونه ډالرو په ارزښت د کارموندنې برنامه پيل شي. موږ هڅه کوو چې موسی خېلو، سپېرې او قلندر ولسواليو ته، چې کم انکشاف يې کړی، په راتلونکو برنامو کې زيات ځای ورکړو.»

د پوهنې وزيرې رنګينه حميدي وويل چې د پوهنې حالت ښه لوري ته روان دی او دوی په دې برخه کې د ځينو پلانونو پر پلې کېدو کار کوي.

حميدي د ۴۵ ښوونځيو د ودانيو جوړېدل ښه پرمختګ وباله او ويې ويل چې د پوهنې د کيفيت ښه کېدو لپاره به د ځينو نورو چارو تر سره کېدو سربېره حق الزحمه ښوونکي په رسمي ښوونکو بدل شي.

وزيره وايي: «د ښوونکو د کمبود ستونزه هم د يو مېکانېزم پر اساس حليږي او په ۷۵ ميليونه ډالرو د کتابونو چاپ هم روان دی چې ور سره به تر ډېره د تدريسي کتابونو کموالي نشت ستونزه هواره شي.»

وزيرانو تر وسه د خلکو ستونزو، اړتياوو او وړانديزونو ته د رسيدګي ژمنه وکړه او ويې ويل چې له دوی سره به د دوامداره اړيکو له لارې د مسايلو پر سمون کار کوي. په دې ولايت کې تېره اونۍ هم د شاوخوا ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې وې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه