اطلاعات روز: د طالبانو د لومړي وزير اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر ايران ته د خپل سفر پر مهال د دې هيواد د کورنيو چارو له وزير احمد وحيدي سره کتلي او د ايران له زندانونو څخه يې د هغو افغان زندانيانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې چې د «سپکو جرمونو» له امله بنديان دي.
د طالبانو د لومړي وزير د اقتصادي مرستيالۍ دفتر نن (دوشنبه، ۱۵ د لړم) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې ښاغلي برادر په دې ليدنه کې همدا راز غوښتنه کړې چې ټول افغان بنديان دې، دې ډلې ته وسپارل شي، تر څو د حبس پاتې موده په افغانستان کې تېره کړي.
د طالبانو د لومړي وزير د اقتصادي مرستيالۍ د دفتر له اعلاميې سره سم، د ايران د کورنيو چارو وزير په خپلو خبرو کې د زندانيانو د ازادېدو موضوع ته او طالبانو ته يې د سپارلو په تړاو کومه اشاره نه ده کړې.
پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې ايران په خپل هيواد کې په زرګونو افغان زندانيان په افغانستان کې د حبس مودې پوره کولو لپاره طالبانو ته سپارلي دي.
له ايرانه افغانستان ته د زندانيانو انتقال د دواړو هيوادونو د عدليې وزارتونو تر منځ د توافقليک له مخې کېږي چې د ۱۳۸۵ لمريز کال پر مهال لاسليک شوې ده.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت له اعلاميې سره سم، شاوخوا شپږ زره افغانان د دې هيواد په زندانونو کې بنديان دي.
