اطلاعات روز: د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني د افغان کډوالو په اړه د پاکستان حکومت پر وروستۍ پرېکړه نيوکه کړې او دا يې د ټولو نړيوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.
ښاغلي حقاني تېره ورځ (شنبه، ۱۳ د لړم) خوست ولایت کې یو غونډې ته زیاته کړې چې په پاکستان کې وروستۍ ناامني د هغوی کورنۍ ستونزه ده او بايد چې زور يې له مظلومو افغان کډوالو ونه ايستل شي.
نوموړي ويلي، چې دوی له امريکا او د هغوی له ملګرو هيوادونو سره موافقه کړې چې افغان خاوره به د کوم بل هيواد پر خلاف نه کارول کيږي او په خبره يې چې په دغه هوکړه عمل هم شوی دی.
هغه دغه راز په ولايتونو کې له خپلو اړونده مسوولينو غوښتنه کړې چې له شته ټولو امکاناتو کار واخلي او نويو راستنېدونکو افغانانو ته اسانتياوې برابرې کړي.
له ګاونډي پاکستان څخه تر دې دمه په اجباري ډول نږدې ۲۰۰ زره افغان کډوال را ايستل شوي، چې د ياد هيواد دغې پرېکړې په کور دننه او بهر د سياسي څېرو، نړيوالو بنسټونو او د امريکا کلک غبرګونونه را پارولي او دا پریکړه يې د نړيوالو نورمونو او اسلامي اصولو خلاف بللې او ژر تر ژره يې د بندېدو غوښتنه کړې.
