اطلاعات روز: د تورخم او سپين بولدک ترڅنګ د پکتيکا ولايت د انګور اډې له لارې هم ګڼې کورنۍ هيواد ته راستنې شوي، دغه ولايت ته راستانه شوي کډوال سړې هوا ته په کتو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري او وايي، د سرپناه او لومړنيو خوراکي توکو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
پکتيکا کې ځايي سرچينې وايي، چې د راستانه شويو کډوالو ډېره برخه په ښار کې د ځينو مارکېټونو د مالکانو له خوا په موقتي ډول ځای پر ځای شوي دي.
د دغو کډوالو دقیق شمیر نه دی معلوم او نه هم پکتيکا ولايت کې د طالبانو د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو رياست تراوسه له تازه راغليو افغانانو سره د مرستو په تړاو څه ويلي دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بيرته راستنيدونکو چارو وزارت د تازه معلوماتو پر بنسټ نن د تورخم او سپين بولدک له لارو له پاکستانه افغانستان ته تر ۶۸ زره زيات کډوال ته راغلي دي.
تېره ورځ د طالبانو ريیس الوزرا محمد حسن اخوند، د دفاع سرپرست ملايعقوب مجاهد او نن ورځ بيا خوست ولايت کې د يوې غونډې پرمهال د کورنيو چارو سرپرست سراج الدین حقاني له پاکستانه د افغان کډوالو په زور شړلو کلک غبرګون ښودلی او دا کار يې د پاکستان حکومت په خير نه دی بللی او له ياد حکومت يې غوښتنه کړې چې له افغانانو سره روان زور زياتی پای ته ورسوي.
