اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د تېرو څو ساعتونو پرمهال د تورخم او سپين بولدک له لارو له پاکستانه افغانستان ته تر ۶۸ زره زيات کډوال راغلي دي.
د دې وزارت په وينا، له تېرې نيمې شپې (جمعه، ۱۲ د لړم) راهيسې بيا تر نن سهار پورې تر ۶۵ زره او ۸۷۲ تنو زيات کډوال د تورخم له لارې په جبري توګه هيواد ته راستانه کړل شوي دي. ويل شوي چې راستانه شوي د اوو زرو او ۱۰۹ کورنيو کډوال دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت همدا راز د سپين بولدک له لارې د يو زر او ۱۳۲ کورنيو چې ۱۲ زره تنه کېږي، د راستنېدو خبر ورکړی دی.
د وروستيو ورځو پرمهال له پاکستانه د ټولو راستنو شويو کسانو مجموعي شمېر نه دی اعلان شوی.
پاکستان د افغانستان ټولو بې اسنادو کډالو ته وخت ورکړی و، چې خپل هيواد ته دې ولاړ شي او تر ټاکلې نيټې وروسته به نيول کېږي او شړل کېږي به. ويل کېږي چې زيات کډوال د نيول کېدو له وېري افغانستان ته تللي دي. طالبان هره ورځ د زرګونو کسانو د راستنېدو خبر ورکوي.
