اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن او سراچې موټر د ټکر له امله درې تنه مړه او اووه نور ژوبل شوي دي.
د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وايي، دغه ترافيکي پېښه تېره ورځ (جمعه، ۱۲ د لړم) سهار ۱۰:۰۰ بجې د نورګل ولسوالۍ اړوند «پتنګ ترۍ» سیمه کې را منځته شوې.
دهقان زیاتوي، په پېښه کې د سراچې موټر د چلوونکي په ګډون درې کسان مړه او اووه نور ژوبل شوي، چې ټپیان د درملنې په موخه د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.
هغه د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې.
د کونړ ـ جلال آباد لویه لار هم د هېواد د نورو ولایتونو لویو لارو په څېر یو له سختو لویو لارو شمېرل کېږي، چې ډېری مهال په کې ګڼې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي، چې له امله یې ګڼو کسانو ته درنه مرګ ژوبله رسېږي.
