اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له پاکستان غوښتي چې له مهاجرينو او کډوالو سره دې د چلند په تړاو خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي او د هغوی د «نه استونې» اصل ته دې درناوی وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو ميلر پرون (چهارشنبه، ۱۰ د لړم) له پاکستانه د افغان پناه غوښتونکو د ايستلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې دا څرګندونې کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړې: «موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډيان هڅوو چې هغو افغانانو ته چې د نړيوال ملاتړ په لټه دي د ورتګ اجازه ورکړي او هغوی ته د بشرپالو مرستو د رسولو لپاره له نړيوالو بشرپالو سازمانونو سره همغږي وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له خپل هيواده د افغانستان د «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو جبري ايستل پېل کړي دي.
پاکستانۍ رسنيو راپور ورکړی چې پوليس د دې هيواد په بېلابېلو سيمو کې «غير قانوني» کډوال او پناه غوښتونکي نيسي او د ساتنې مرکزونو ته يې انتقالوي او له هغه ځايه يې خپل هيواد ته لېږي.
دې هيواد تر دې وړاندې د افغانستان ۱.۷ ميليونه کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نوامبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی و، چې دا هيواد پرېږدي.
