اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس وایي، د دې ولایت په غورک ولسوالۍ کې ځایي خلکو د یو ځوان د قتل په تور یو «غل» په وهلو ډبولو وژلی دی.
طالب پوليس زیاتوي، دا پېښه پرون (چهارشنبه، ۱۰ د لړم) د غورک ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده.
د پوليسو په وينا، په غلا او قتل تورن کس دارو خان نومېده او د زابل د مېزانې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی و، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې يې په همدې ولسوالۍ کې يو ځوان وژلی او موټرسايکل یې ترې بیولی و.
دوی وویل: «دا غل دلته يو ځوان هلک وژلی و، موټرسايکل يې ورڅخه اخيستی و بيا پوليسو نيولی و، غل يوه مياشت وروسته بېرته له زندانه تښتېدلی او غورک ولسوالۍ ته راغلی و، پرون خلکو ټينګ کړی و زمونږ تر خبرېدو دمخه يې په ټولو وهلی بيا يې وژلی.»
د کندهار اوسیدونکي د طالبانو د امنیتي ځواکونو غوښتنه کوي چې د داسې پیښو د مخنیوي په پار دې نیول شویو غلو ته سخته سزا ورکړي.
