اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ یو څلور کلن ماشوم مړ او دوې مېرمنې ژوبلې شوې دي.
یوې ځايي سرچینې وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (چهار شنبه، ۱۰ د لړم) مازدیګر مهال د قرغیو ولسوالۍ اړوند «سرخکانو» سیمه کې د کابل – جلال آباد پر لویه لار رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، په پېښه کې ژوبلې مېرمنې د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتیایي وضعیت په تړاو یې څه نه دي ویل شوي.
د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې.
تراوسه لغمان کې ځایي طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
له تېر یوه کال را هیسې د کابل-جلال آباد پر لویه لار د ترافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي، چې لاملونه یې پر دې لار زیاته ترافیکي ګڼه ګوڼه، د سړک تنګوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل کېږي.
