اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې د یادې ډلې د ریاست الوزرا مالي او اداري مرستیال له پاکستانه په جبري ډول د راستنېدونکو افغان کډوالو د راتګ لړۍ له چټکتیا سره سم تورخم ښارګوټي ته سفر کړی دی.
د ننګرهار په اطلاعاتو او کولتور ریاست کې د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایي، عبدالسلام حنفي نن (سې شنبه،۹ د لړم) د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت د مومندرې ولسوالۍ تورخم ښارګوټي ته رسېدلی دی.
بدلون وویل، چې یاد پلاوي تورخم ته له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو، د نړۍ والو مرستندویه ادارو له لوري د شته خدماتو د ارزونې او چټکتیا په موخه سفر کړی دی.
نوموړی زیاتوي، چې له عبدالسلام حنفي سره په یاد پلاوي کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني، د اطلاعاتو او کلتور طالب وزیر خیرالله خیرخواه، د مالي وزارت معین عبدالکبیر احمد، د یادې ډلې مرستیال ویاند بلال کریمي او نور طالب چارواکي شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اونۍ اعلان کړی و، چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده په امر یې د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو په موخه یو «عالي کمیسیون» جوړ کړی دی.
ښاغلي مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي و، چې د دغه کمېسیون مشري به د طالبانو د رییس الوزرا مالي او اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کوي.
وروسته له هغه چې د پاکستان سرپرست حکومت افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو غوښتنه وکړه نن د دغه ضرب الاجل وروستۍ ورځ ده او د هغه هېواد اوسني حکومت ګواښ کړی، چې د نوامبر میاشتې له لومړۍ نېټې به په پاکستان کې مېشت غیر قانوني افغان کډوال په زور افغانستان ته وشړي.
