اطلاعات روز: د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره له پاکستانه د کډوالو ايستل د ټولو حقوقي او انساني ارزښتونو خلاف بللي او د بشري حقونو له بنسټونو او د کډوالو د حقونو له مدافعينو يې غوښتي چې د اعتراض غږ دې پورته کړي.
دې ټولنې ويلي چې له کډوالو سره د پاکستان چلند د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې، د جينوا د کنوانسيون او د شکنجې، تعذيب او غير انساني چلند د منعې د کنوانسيون صريح نقض دی.
د افغانستان د حقوقپوهانو د ټولنې اعلاميه چې نن (دوشنبه، ۸ د عقرب) خپره شوې، پکې راغلي چې کډوالي يو نړيوال اصل دی چې په حقوقي او بشري توګه منل شوی او په نړيوالو حقونو کې ځانګړی ځای لري.
د دې ټولنې په وينا، کډوالي د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې د وګړو د داسې حق په توګه تسجيل او تصريح شوی دی چې انکار ترې نشي کېدلای.
د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنې زياته کړې چې د معتبرو حقوقي اسنادو له احکامو او په هغو کې له راغلو ارزښتونو سره سم، «د افغان کډوالو د جبري شړنې لپاره» هيڅ ډول مشروع مجوز نشته.
دې ټولنې زياته کړې چې د کډوالۍ او په داوطلبانه توګه هيواد ته د ستنيدنې حق د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې تضمين شوی او له همدې کبله بايد د پاکستان حکومت او نړيواله ټولنه «د افغانانو دا مسلم حق په رسميت وپېژني».
دې ټولنې پاکستان تورن کړی چې له افغان کډوالو ناوړه ګټه اخلي او ويلي يې دي چې د تېرو کلونو پر مهال دې هيواد د افغان کډوالو په نوم سوداګري کړې او له هغوی څخه يې د سياسي ابزار په توګه کار اخيستی دی.
د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنې ويلي: «متأسفانه هم په افغانستان او هم په پاکستان کې د افغانانو حقونه قرباني شوي او د کډوالو له ويرنې د سياسي دوکاندارۍ لپاره استفاده شوې.»
پاکستان د غير قانوني کډوالو د شړلو لپاره چې ډېری يې د افغانستان وګړي دي، وروستۍ نيټه ټاکلې.
د دې وروستۍ نيټې پای ته رسېدو ته تر دوو ورځو کم وخت پاتې دی او پاکستاني چارواکي وايي چې د دې نيټې تر پای ته رسېدو وروسته له غير قانوني کډوالو سره چلند کېږي. پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې غير قانوني کډوال به د ټاکلې نيټې تر پای ته رسېدو وروسته نيول کېږي او شتمنۍ به يې مصادره کېږي.
د پاکستان دې اقدام غبرګونونه راپارولي، په دې لړ کې د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له اسلام اباده غوښتي چې پر خپله پرېکړه دې بيا غور وکړي.
