کرکټ نړيوال جام؛ افغانستان په اوو ويکټو سرېلانکا ته ماتې ورکړه

اطلاعات روز: افغانستان د روان پنځوس اوريز نړيوال جام په لړ کې سرېلانکا ته په اوو ويکټو ماتې ورکړه.

افغانستان نن (دوشنبه، ۸ د لړم) د ټاس په ګټلو سره سرېلانکايي لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه چې سرېلانکا په وروستي اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۴۲ منډو هدف ورکړ.

د سرېلانکا له لوري تر ټولو ډېري منډې ۴۶ د پيل توپ وهونکي پاتوم نيسانکا وکړې.

افغان لوبغاړي د توپ اچونې په برخه کې ښه وځلېدل. فضل الحق فاروقي تر ټولو زياتې ۴، مجيب الرحمان دوې او عظمت الله عمرزي او راشد خان يوه-يوه ويکټ واخيسته.

د افغانستان له لوري د توپ وهنې پیل ښه نه و او د پيل لومړی لوبغاړی رحمان الله ګربز يې پر صفر له لاسه ورکړ خو تر دې وروسته د ابراهيم ځدراڼ او رحمت شاه تر منځ د ۷۳ منډو ملګرتيا افغانستان د هدف تر لاسه کولو ته نژدې کړ.

د افغانستان له لوري تر ټولو ډېري منډې ۷۳ عظمت الله عمرزي وکړې.

د لوبې په وروستيو کې لوبډلمشر حشمت الله شهيدي او عظمت الله عمرزي د پنځوسيزو په وهلو سره وکولای شول چې لوبه په ۴۶ اور کې د اوو ويکټو په لرلو سره وګټي.

د يادونې وړ ده چې افغانستان تر دې وړاندې په خپلو وروستيو دوو لوبو کې انګلينډ او پاکستان مات کړي دي او د نومبر مياشتې پر درېيمه به له نيدرلينډ سره لوبه ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه