اطلاعات روز: د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطيف منصور په کابل کې د ازبکستان د اوبو او انرژۍ له وزير سره د برېښنا او اوبو د مديريت پروژو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سرخان – پلخمري ۵۰۰ کيلو ولټ پروژې، پر امو سيند د ۲۲۰ کيلو ولټ برېښنا د مزي رغول، د وارداتي برېښنا د سيسټم ارزونې لپاره د ازبکستان د تخنيکي ټيم لېږل، زياته وارداتي انرژي جذبول، په افغانستان کې د ازبکستان د خصوصي سکتور پانګونه او د اوبو مديريت د طالب او ازبکستاني چارواکو تر منځ د بحث اصلي موضوعات وو.
دې وزارت زياته کړې چې د يادو شويو مواردو په اړه پايلې ته د رسېدو په موخه ازبکستاني پلاوي د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست تاشکند ته بللی دی.
ازبکستاني لوري په کابل کې له طالبانو سره د دې هيواد د پلاوي د خبرو په اړه څه نه دې ويلي.
داسې ښکاري چې د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې کانال په اړه خبرې د طالبانو او ازبکستان د پلاوي ترمنځ د بحث موضوعات وو.
ازبکستاني چارواکي د قوش تېپې کانال د پروژې په اړه اندېښنه لري او وايي، چې د دې کانال جوړول کولای شي په مرکزي اسيا کې د اوبو رژيم او انډول بدل کړي.
