اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره د طالبانو تازه ګمارل شوی ولسوال په خپله پېژند غونډه کې د وینا پر مهال مړ شوی دی.
سرچینه وایي، د طالبانو دغه ولسوال ملا سید نور سنګري نومیده او نن (یکشنبه، ۷ د لړم) له غرمې وړاندې مړ شوی دی.
بل لور ته د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون د نوموړي مړېنه تاییدوي او وایي، چې هغه په خپله پېژند غونډه کې د زړه د حملې له امله خپل ژوند بایللی دی.
بدلون زیاتوي، چې هغه تر دې وړاندې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د ولسوال په صفت دنده کوله، چې تېره ورځ خوږیاڼو ولسوالۍ ته تبدیل او نن په خپله پېژند غونډه کې د وینا پر مهال مړ شو.
دا لومړی ځل دی، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې یو سیمه ییز چارواکی په خپله پېژند غونډه کې د وینا پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
