اطلاعات روز: د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې سړک غاړې ماین چاودنې دوه تنه ملکیان ټپي کړي دي.
د یادې قوماندانۍ ویاند فرید خان نن (چهارشنبه، ۲۲ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، غرمه مهال شاوخوا یوه بجه د جلال اباد ښار نهمې ناحیې اړوند «کمپونو» سیمه کې د سړک غاړې ماین د ملکي وګړو پر کرولا ډوله موټر چاودنه کړې چې له امله یې په موټر کې سپاره دوه تنه ټپیان شوي دي.
ښاغلی فرید خان زیاتوي: «نن غرمه د جلال اباد ښار ۹ ناحیې اړوند کمپونو ساحه کې د ملکي وګړو په موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې چې له امله ېې دوه تنه ټپیان شوي دي.»
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
