اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ وايي چې افغانستان په نړۍ کې يو له هغو هيوادونو دی چې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه پکې لوړه ده.
دې بنسټ نن (يکشنبه، ۷ د لړم) پر ايکس د يوه پوسټ په خپرولو سره ويلي چې د ۲۰۲۰ ميلادي کال پر مهال، هره ورځ شل ښځې په افغانستان کې د زېږون پر مهال مړې کېدې.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ ويلي چې د ميندو او ماشومانو له مړينې سره د مبارزې په موخه په يوه دوه کلن پروګرام کې د افغانستان د ليرې پرتو سيمو لپاره قابلو ته روزنه ورکوي.
دې بنسټ زياته کړې چې په دې پروګرام کې کومو زده کړيالانو ته روزنه ورکول کېږي، له ليرې پرتو سيمو دي او روغتيايي خدماتو ته کم لاسرسی لري. زده کړيالان به دوه کاله ورروسته «ډيپلوم» تر لاسه کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميسارۍ نه ده مشخصه کړې چې په دې پروګرام کې څومره شمېر زده کړيالانو ته زده کړې ورکوي.
دې بنسټ ويلي چې د زده کړيالانو لپاره به له زده کړې پرته، د کار فرصت هم برابر شي.
تر دې وړاندې د روغتيا نړيوال سازمان هم ويلي و چې د زېږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه په افغانستان کې ډېره لوړه ده او د ميندو د مړينې په مخنيوي کې يې د قابلو پر رول ټينګار کړی و.
د افغانستان په ليرې پرتو سيمو کې د زېږون پر مهال کم خلګ روغتيايي خدماتو ته لاسرسی لري او په اکثريت وړو روغتيايي مرکزونو کې هم روزل شوې قابلې نشته.
