اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې په یوه کور کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله یوه مور او ماشوم مړه او شپږ کسه نور ټپیان شوي دي.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه پېښه نن (شنبه، ۶ د لړم) له غرمې وړاندې د سره رود ولسوالۍ اړوند «دورخي کیمپ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې په دې پیښه کې یوه مور او یو، یو کلن ماشوم مړ او د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسه نور ژوبل شوي دي.
د سرچینې په خبره، د پېښې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په تړاو یې نور جزیات ورنه کړل.
ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د ننګرهار په ګڼو سیمو کې د ګاز ډبو د چاودنو له امله ګڼې پېښې رامنځته شوي، چې لامل یې له ګاز ډبو سره بې احتیاطي او ناسم استعمال ښودل شوی دی.
