کونړ کې ځايي خلک شکایت کوي، چې د دغه ولایت لېرې پرتو ولسوالیو ته ورغلي سړکونه خراب دي، چې د نورو ستونزو ترڅنګ ډېر کله خپل ناروغان پر وخت روغتون ته نه شي رسولی او په خبره یې ګڼې داسې پېښې هم راغلي، چې ناروغانو یې پر لاره خپل ژوند بایللی دی.
د کونړ د چپې درې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې د سړک د خرابوالي له ستونزو سره مخ دي او په دې برخه کې یې د تېر جمهوري حکومت په ګډون اوسني واکمن رژیم سره په ځلونو خپلې ستونزې شریکې کړي، خو په وینا یې غږ یې بابېزه ګڼل شوی او ستونزو ته یې رسېدنه نه ده شوې.
ځايي اوسېدونکي خیال باز او شېرمحمد وايي، دې ولسوالۍ ته د غځېدلي خراب سړک له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او نه شي کولی، چې پر وخت خپل ناروغان روغتونونو ته ورسوي او په خبره یې له ګڼو داسې پېښو سره هم مخ شوي، چې ناروغانو د لارې په اوږدو کې د ژوند پور پرې کړی دی.
د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ اوسېدونکي هم شکایت کوي، چې دغې ولسوالۍ ته غځېدلی خراب سړک د ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د غازي آباد ولسوالۍ اوسېدونکی نواب خان وايي، د سړک خرابوالي د زرګونه کورنیو ژوند له سختو ننګونو سره مخ کړی او د طالبانو له شته رژیم او اړوندو نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې تر هر څه وړاندې دې په دې برخه کې د شته ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
نوموړی زیاتوي: «په دې سرک باندې تقریباً له دوه سوه درې سوه پورته تعداد کلي پراته دي، چې نفوس یې برابرېږي ۶ زره ۷ زره کسان دي، ماشومان زنانه دا ټول له ډېر تکلیف سره مخ دي.»

آخوا د کونړ د وټه پور ولسوالۍ د دهوز کلي خلکو چې په خپل شخصي لګښت یې یو کلیوالي سړک جوړ کړی وايي، د یاد سړک په جوړېدو یې ترانسپورټي ستونزې تر یو بریده حل شوي، خو غوښتنه کوي، چې طالبان او نړۍ والې ادارې دې ورته د مرستو تر څنګ نورې بېلابېلې پروژې پلي کړي.
د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي میر زمان وویل: «زمونږ په دې نړۍ والو او حکومت [طالبانو] باندې دا غږ دی، چې زمونږ سیمې ته دې مرستې را ورسوي.»
موږ هڅه وکړه، چې د کونړ د لرې پرتو ولسوالیو ځايي اوسېدونکو د ستونزو په تړاو ددغه ولایت لپاره د طالبانو د ولایتي چارواکو نظر هم واخلو؛ خو له پرله پسې هڅو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې په دې تړاو د هغوی نظر ترلاسه کړو.
خو د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ ځايي طالب چارواکي مني، چې د سړکونو د خرابوالي له امله ولسي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او په خبره یې؛ په دې برخه کې یې د دغه ولایت له ولایتي مسوولینو سره خبره شریکه کړط او ژمنه ورسره شوې، چې دغې ستونزې ته به رسېدنه کېږي.
د پېج درې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوالۍ مولوي حضرت ګلاب وویل: «د ولسونو دغه غږ مونږ والي صیب ته رسولی او هغه راسره ژمنه هم کړې، چې دا مشکل به حل شي او زه به مرکزي حکومت ته هم دا غږ رسوم؛ خو لا تراوسه پورې دا مشکل حل نه دی او ولس له سختو ستونزو سره مخ دی.»
د کونړ خلک دغه راز نیوکه کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې ولایت کې لویې او بنسټیزې پروژې نه دي پلي شوي، چې له امله یې په یاد ولایت کې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو ګراف هم مخ په پورته روان دی.
دوی غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت او اړوندې نړۍ والې مرستندویه ادارې دې د کونړ په مرکز او ټولو لېرې پرتو ولسوالیو کې د لویو بنسټیزو پروژو د پلي کولو ترڅنګ خلکو ته د کار روزګار زمینه برابره کړي؛ ترڅو د خلکو اوسنی لوېدلی اقتصادي حالت بېرته ساه واخلي.
