بېنټ: پر ديني زده کړو د طالبانو تمرکز کولای شي بنسټپالنه رامنځته او د تروريزم خطر زيات کړي

UN Photo / Jean Marc Ferré

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ د افغانستان د وضعيت په اړه راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د زده کړو کيفيت ته په اشارې سره ويلي، چې پر ديني زده کړو د دې ډلې ټينګار، نه يوازې دا چې ماشومان د مهارتونو او پوهې له يوې پراخې برخې محروموي بلکې کولای شي بنسټپالنه رامنځته او د تروريزم خطر زيات کړي.

نوموړي پرون (سې‌شنبه، ۲ د لړم) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړې دي.

د بشري حقونو د ويبپاڼې له مخې، بېنټ ويلي، چې افغانستان له ګڼو ننګونو لکه د طالبانو د ځپونکو سياستونو او اقداماتو له کبله د بشري حقونو له وخيم وضعيت، له مجازاتو د تېښتې له فرهنګ، له دوامدار انساني او اقتصادي کړکېچ، وروستيو مرګونو زلزلو او د کډوالو له ممکنه جبري شړنې سره مخ دی.

ده ټينګار کړی، چې دا هر څه په هيواد او سيمه کې د لا زيات کړاو او شونې بې ثباتۍ د مخنيوي لپاره بېړني اقدام ته اړتيا لري.

بېنټ ويلي، چې وروستيو زلزلو په هرات کې متضررې ټولنې سختې اغېزمنې کړې دي. ده له زيانمنو شويو وګړو سره د نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې.

بېنټ زياته کړې: «د نيونې په مرکزونو کې د شکنجې او غير انساني چلند د کولو لپاره له مجازاتو څخه د معافيت فرهنګ، همدا راز د پخوانيو دولتي چارواکو او نظامي پرسونل په تړاو د بشري حقونو نقض له ورکړل شويو ژمنو سره-سره دوام لري.»

د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه د فعالانو او بشري حقونو د مدافعينو نيونې ته هم اشاره کړې چې د خپلو حقونو لپاره له سولييز اعتراض او د بيان له ازادۍ څخه استفاده کوي

ده تر شپږم ټولګي پورته نجونو او د ښځو د لوړو زده کړو پر بيرته پېلېدو ټينګار کړی دی.

بېنټ زياته کړې، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو اقدامات کېدلای شي په جنسيتي ځورونه بدل شي.

ده ويلي: «سيسټماټيک تبعيض، د ښځو او نجونو ځپل او بيلول لازمي کوي چې د جنسيتي اپارتايډ د تکامل کوونکې پديدې نوره ارزونه وشي.»

نوموړي همدا راز په افغانستان کې د زده کړو د کيفيت موضوع مطرح کړې او ويلي يې دي چې «مدرسې» يا ديني زده کړو ته د زده کړې د محدودولو په تړاو د طالبانو سياست نه يوازې ماشومان له زياتې برخې پوهې او مهارتونو بې برخې کوي بلکې فقر او بې‌کاري هم را پيدا کوي. د ده په وينا، ديني زده کړې کېدلای شي د راډيکالو يا بنسټپالو نظرياتو اساس ګرځیدلی شي او د داخلي تروريزم او سيمه‌ييزې او نړيوالې بې ثباتۍ خطر زياتوي.

بېنټ د مرتضی بهبودي په ګډون په وروستي ځل د ورځپاڼه ليکونکو د ازادېدو هرکلی کړی او په عين حال کې يې خبرداری ورکړی چې خپلسرو نيونو د افغانستان له منځه تلونکې مدني فضا نوره هم کوچنۍ کړې ده.

دې کارپوه زياته کړې، چې د افغانستان د وګړو بېلابېلي ډلې انديښمنې دي چې نړيواله ټولنه د «عادي کېدو» لور ته روانه ده او د هغوی بشري حقونه د جيوپوليټيکي ګټو لپاره له پامه غورځول کېږي.

ده هېله ښودلې چې د ملګرو ملتونو غړي هيوادونه به د بشري حقونو او د افغان ښځو او نجونو په څنګ کې په قاطعانه درېدو د افغانستان وګړو ته ثابته کړي چې اندېښنه يې ناسمه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه