اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په غورک ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ خپلمنځي شخړه کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.
په دې ولایت کې د طالبانو پولیس وایي، پېښه پرون (سې شنبه، ۲ د لړم) له غرمې وړاندې د غورک ولسوالۍ اړوند «چنارک» سیمه کې رامنځته شوې ده.
دوی زیاتوي، یاده سیمه کې د دوو کسانو ترمنځ خپلمنځي شخړه شوې چې په ترڅ کې یې د جان آغا په نوم کس په ډزو وژل شوی دی.
د پولیسو په خبره، د جان آغا په قتل تورن کس نیول شوی او د پلټنو وروسته به یې خپلو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.
په سویلي ولایتونو کې ډیر کله خپلمنځي شخړې د ځمکې، اوبو او کورنۍ ستونزو له امله رامنځته کېږي چې ډیر کله مرګ ژوبله هم له ځان سره لري.
