خوست کې يو شمېر ځوانانو د کرکټ وروستۍ بريا د وړيا کتابونو په وېشلو ولمانځله

Photo: Social Media

اطلاعات روز: د خوست ولايت په مرکز کې نن (سې‌شنبه، ۲ د لړم) د يو شمېر ځوانانو له لوري په وړيا ډول ۱۰۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه له پاکستانه د افغان کرکټ لوبډلې د وروستۍ بريا په خوشالۍ کې پر خلکو ووېشل شول.

د دې ځوانانو له ډلې يې يو تن دين محمد ځلاند وايي، د دوی موخه له دې کاره د مطالعې دودول او خلکو ته پيغام ورکول دي چې د بريا خوښي بايد د هوايي ډزو پر ځای د کتابونو په ويش او يا هم نورو داسې کړنو ترسره شي چې خلکو ته د زيان پر ځای ګټه ولري.

 تېره شپه (۱ د لړم) افغان کريکټ ملي لوبډلې د روان ۲۰۲۳ کال نړيوال پنځوس اوریز جام په سياليو کې پاکستانۍ لوبډلې ته په لومړي ځل په پنځوس اوره لوبو کې ماتې ورکړه.

دا بريا د خوست سربېره په پلازمینې کابل، پکتيا، ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې په خورا شانداره مراسمو ولمانځل شوه خو د دې لمانځنې پر مهال په هوايي ډزو کې ځينې کسان ټپيان شوي هم دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه