ننګرهار کې د سوداګرو خبرداری: که طالبان مو امنیت ته پام ونه کړي خپله پانګه له هیواده باسو

وروسته له هغه چې «نامعلومو» کسانو په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ خونې مرستیال وواژه، دغلته میشت سوداګر د خپل سر او مال خوندیتوب ته اندیښمن دي او خبرداری ورکوي که واکمن حکومت د دوی امنیت ته پام ونه کړي، نو خپله پانګه او کورنۍ به له افغانستانه بهر وباسي.

ورته مهال بیا ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولینو ویلي، چې د سوداګرو او پانګوالو د سر او مال خوندیتوب ته یې پام دی او هڅه کوي، چې دوی لپاره امنیتي فضا لا برابره کړي.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې (۲۶ د تلې) ماښام مهال د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې نا څرګنده کسانو د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال آغا محمد رودوال په خپل دفتر کې د چړو په ګوزارونو وواژه، چې په ننګرهار کې د شته سوداګرو او پانګه والو امنیتي اندېښنې یې پارولي دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مشر ګل مراد عرب وايي، په وروستیو کې یو ځل بیا د سوداګرو او پانګه والو پر وړاندې امنیتي ننګونې زیاتې شوي او که د طالبانو حکومت په دغه برخه کې لازم ګامونه پورته نه کړي؛ نو دوی به خپلې کډې بار او خپله پانګه به نورو بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوي.

نوموړي وویل: « که د دې مخه ونه نیول شي؛ نو بیا زه تاسې ته په ډاګه وایم، چې مونږ تلو والا یو نه پاتې کېږو، ما په مېلیونونو ډالر سرمایه ګذاري کړې ده، خپله ټوله سرمایه به په لس یا شپږ مېلیونه خرڅه کړم؛ خو نور نه پاتې کېږم.»

ګل مراد عرب وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد د نورو ولایتونو په څېر له ننګرهار هم ګڼ سوداګر او پانګه وال له هېواد بهر وتلي او هلته یې خپلې پانګې لګولي دي.

د ده په خبره، اوس مهال ننګرهار کې د ګوتو په شمېر پانګه وال پاتې دي او زیاتوي، که طالبان د سوداګرو د سر او مال خوندیتوب لپاره لاس پکار نه شي؛ نو پاتې پانګه وال به هم بهرنیو خوندي هېوادونو ته به ووځي.

ګل مراد عرب وویل: « ننګرهار کې ډېر محدود تجاران او سرمایه ګذاران پاتې دي، تقریباً لس، دولس یا پینځلس پورې تجاران او سرمایه ګذاران پاتې دي، نور ټول د مخې بهر ته تلي دي دلته نشته.»

د جلال اباد ښار

سوداګر د طالبانو حکومت د دوی د سر او مال خوندیتوب په برخه کې د طالبانو حکومت په ناغېړۍ تورنوي او وايي، د طالبانو په رژیم کې د ډاډمن امنیت هیله ناسمه ثابته شوه.

سوداګر حاجي ګل داد وايي، د طالبانو له لوري د سوداګرو ژوند ته د نه پاملرنې له امله د سوداګرو تیښته ولسونه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کولای شي او باید طالبان په دې برخه کې له سوداګرو سره خپلې کړې ژمنې عمل کې ثابتې کړي.

حاجي ګل داد زیاتوي: « مونږ خو هر سړي ته دا غورې وهو، چې الحمد لله امارت اسلامي (طالبانو) سره امنیت راغلی دی؛ نو دغسې کارونه چې کېږي د دې مونږ خلاف یو، دا تجاران دلته وخت نه تېروي دا به ځي بلې خوا ته، خپلې سرمایې به ختموي؛ نو چې دا هم ختمې شي؛ مونږ به څه کوو، دې ملک کې خو نور روزګار نشته دی.»

بل خوا ننګرهار د طالبانو امنیتي چارواکي بیا وايي، د سوداګرو او پانګه والو سر او مال خوندیتوب ته یې پام دی او چاته به اجازه ورنه کړي، چې د سوداګرو پر وړاندې امنیتي خنډونه جوړ کړي.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز وايي: « مونږ سوداګرو او پانګه والو ته اطیمنان ورکوو، چې ستاسو د سر او مال حفاظت زمونږ مسوولیت دی ان شاءالله کوو به یې او په دې خاصه قضیه کې به ان شاءالله له دوی سره پوره همکاري کوو.»

ننګرهار کې پانګه وال او سوداګر دغه راز په دغه ولایت کې د غیر مسووله وسله والو له زیاتوالي او په شخصي یونېفورم کې د طالب سرتېرو له فعالیت سر ټکوي او غوښتنه کوي، چې طالبان دې د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار او ولسوالیو کې د هغو غیر مسووله وسله والو مخه ونیسي، چې د پانګه والو، سوداګرو او عامو ولسونو ژوند یې تریخ کړی دی.

دوی وايي، د غیر مسووله وسله والو زیاتوالي او په شخصي یونېفورم کې د طالبانو فعالیت د سوداګرو پر وړاندې امنیتي ننګونې لا زیاتې کړي او دوی نه شي کولی، چې په ازادانه ډول خپلې چارې مخته بوځي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه