سوداګر: سږکال د جلغوزيو حاصلات کم او بازار يې هم پيکه دی

په سويل ختيځ زون کې خوست، پکتيا او پکتيکا هغه ولايتونه دي، چې غرونه يې زياته برخه د جلغوزيو په ونو پوښل شوي او ځايي خلک ورڅخه هرکال د پام وړ حاصلات ترلاسه کوي.

د يادو ولايتونو د جلغوزيو سوداګر وايي، د تېرکال په پرتله سږکال حاصلات کم او هم د بازار په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

په همدې حال کې بيا د طالبانو حکومت مسوولينو ويلي، چې دوی د جلغوزيو صادراتو او پلور لپاره له چينايي سوداګرو سره خبرې کړي او هغوی هم په دې برخه کې لېوالتيا ښودلې ده.

د دغه ولايت د جلغوزيو مارکېټ کې يو تن سوداګر نسيم وايي، پخوا يوازې په خوست کې شاوخوا ۲۰ زره مټريک ټنه جلغوزي شوي وو، چې سږکال دا شمېره تر نيمايي سلنې راښکته شوې ده.

نوموړی يې د کموالي لامل وچکالي او په نا مناسب وخت کې ورښتونه په ګوته کوي او داسې وايي: «ولا سږکال د غوټو خونده نشته، تېرکال يا د تېر حکومت په وخت کې به مونږ ډېر ښه حاصلات ترلاسه کول او هم به مو نورو هيوادونو ته صادرول خو سږکال حاصلات کم دي او زما په فکر چې له نيمايي هم راکم شوي.»

سوداګر وایي، سږکال د جلغوزیو د غوټو یا غوزو خوند نشته او ډیره برخه یې پوچې وي

د ياد ولايت يو بل اوسېدونکی نورولي چې غرونو کې د جلغوزيو ګڼې ونې لري، له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د حاصلاتو یوه برخه ناروغیو هم وهلې او زیاتره غوټې یې تشې وي.

نوموړي همدا راز د حاصلاتو لپاره د بازار نشتون هم لویه ستونزه یاده کړه او زیاته یې کړه چې د مناسب بازار نشتون له امله هرکال پاکستان ته دغه چلغوزي په نیمايي بیه وړل کیږي او هغوی یې بیا په خپل نوم نورو هیوادونو ته صادروي.

ولي له مسوولو ادارو غوښتنه وکړه چې د جلغوزیو لپاره د بازار موندنې برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه وايي: «سږکال ځکه زمونږ حاصلات ښه نه دي، چې د چلغوزیو پلي یې اکثریت تش وي، چې مونږ ورته پوچ پلی وایو او دا ستونزه په نورو کلونو کې دومره ډېره نه وه لکه څنګه چې سږکال ده، بله خبره دا ده چې یوه اندازه حاصلات لرو خو د دې لپاره داسې بازار نشته چې مونږ دې په ښه بیه خرڅ کړو او یا یې بهر صادر کړو، چې له دې وجې له مونږ څخه پاکستان دا په نیمايي بیه اخلي.»

په ورته مهال بیا د خوست ولایت اوسېدونکي د جلغوزیو په مارکېټ کې په پاکستانۍ کالدارو د یادې وچې میوې پیر او پلور د اندېښنې وړ بولي او د دې د مخنیوي غوښتنه کوي.

د دغه ولایت یو تن اوسېدونکی قاري داود وايي، که په پاکستانۍ کالدارو یې د پیر او پلور مخه ونیول شي، نو نه یوازې په دغه ولایت کې به د کالدارو چلښت ختم شي بلکې د افغانیو ارزښت به هم روسره زیات شي.

نوموړي وویل: «خوست د جلغوزیو له پلوه ښه سوداګریز ولایت دی، خو متاسفانه چې په مارکېټ کې یې اخیستل او خرڅول دواړه په پاکستانۍ کالدارو کېږي چې دا زمونږ اقتصاد ته هیڅ ګټه نه شي رسولی نو په کار ده چې د کلدارو مخه ونیول شي او افغانیو ته ارزښت ورکړل شي.»

خوست کې د جلغوزیو له حاصلاتو څخه د چیني سوداګرو لیدنه. انځور: خواله رسنۍ

بلخوا د پکتیا ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، څو ورځې وړاندې خوست او پکتیا ته یوه ډله چینايي سوداګر تللي و او د دغو ولایتونو جلغوزي یې ارزولي او په خبره یې چې ډاډ یې وکړی ترڅو له افغاني سوداګرو سره په مناسبه بیه قرار داد وکړي.

د یادې خونې ریس حسیب الله ګردیزي دغو ولایتونو ته د بهرنیو سوداګرو ورتګ مهم بللی او ویلي دي چې په دې سره به د جلغوزیو سوداګري لا پراختیا وکړي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تېرکال ځینو خوستي سوداګرو د هوايي دهلیز له لارې چین ته یوه اندازه صادرات کړي، خو لاهم هلته پر خپل ځای پاتې او نه دي پلورل شوي.

د خوست ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین هم د بازار نشتون برخه کې ځینې ستونزې مني او وايي، په دې وروستیو کې دوی اوس یوازې چین هیواد ته د جلغوزیو په صادرولو تکیه کړې.

نواب امیرزی چې د یادې خونې مشري کوي وايي، خوښ دی چې بیرته هوايي دهلیز فعاله شوی خو د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د افغانستان د جلغوزیو او نورې وچې میوې صادرات باید نورو هیوادونو ته هم پېل شي.

پکتیا کې د هیواد په کچه یوازینی د جلغوزیو د پروسېس مرکز فعالیت کوي او دې مرکز ته د پکتیا سربېره د خوست او پکتیکا ولایتونو سوداګر هم د یادې وچې مېوې حاصلات د پروسېس لپاره ور وړي.

د خوست، پکتیا او پکتیکا جلغوزي په تېرو څو کلونو کې د چین سربېره سعودي عربستان، ترکیې، متحده عربي امارت، جرمني، استرالیا او فرانسې هیوادونو ته صادرېدل خو سږ په دې برخه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه