اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وايي چې د دې بنسټ له اټکل سره سم، شاوخوا اووه زره او ۵۰۰ حاملې ښځې په هرات کې له زلزلې څخه اغېزمنې شوې دي.
دې صندوق نن (يکشنبه، ۳۰ د تلې) د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې د حاملو ښځو او د زلزلې له ناورين څخه د نورو زيانمنو د ملاتړ لپاره يې هرات ته اووه ګرځنده روغتيايي ټيمونه لېږلي دي.
د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق په راپور کې راغلي چې په ساحه کې اوس هم مرستې ته زياته اړتيا شته.
د دې راپور له مخې، د هرات په ځينو سيمو کې د دې زلزلې له کبله کورونه له يوې مخې نړيدلي او ډېریو بې ځايه شويو په موقتي توګه خېمو او له پخوا تشو ودانيو ته پناه وړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق استازي جيمي نادال وايي چې زيات شمېر ښځو هر څه له لاسه ورکړي.
ده زياته کړې چې د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق هڅه کوي چې ډاډ تر لاسه کړي چې حاملې ښځې د زيږون مناسب روغتيايي خدمات تر لاسه کوي.
د شنبې په ورځ (۱۵ د تلې) د رېښتر په اندازه ۶.۳ کچې زلزلې زنده جان او د هرات يو شمېر نورې ولسوالۍ ولړزولې. د وروستيو دوو اونيو پر مهال څو زلزلو او جټکو هرات لړزولی دی.
د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې تر اوسه شوې ارزيابۍ ښيي چې تر ۲۱ زره او ۵۰۰ زيات کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.
د اوچا په وينا، شاوخوا ۱۵۴ زره تنه د وروستۍ زلزلې له کبله اغېزمن شوي دي.
شميرې ښيي چې په هرات کې د زلزلې له کبله تر دوه زره او ۴۴۵ تنه زيات مړه شوي او دوه زره او ۴۴۰ نور ژوبل شوي دي.
