اطلاعات روز: د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنيو خبر ورکړی دی چې د خوست ولايت په مرکز کې د امنيتي کمرو د لګولو دويمه مرحله پيل شوې ده.
باختر دولتي خبري اژانس چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي، نن (يکشنبه، ۳۰ د تلې) راپور ورکړی چې د خوست ولايت د مرکز په بېلابېلو نقاطو کې به امنيتي کمرې نصب شي.
د دې رسنۍ په راپور کې راغلي چې دا کمرې په خوست کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ له لوري لګېږي چې شاوخوا درې ميليون افغانۍ لګښت پرې راځي.
تر دې وړاندې د طالبانو کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی و چې په ټول هيواد کې د زرګونو امنيتي کمرو د لګولو پروګرام پيل شوی دی.
دې وزارت ويلي و چې د کابل ښار په بېلابېلو ځايونو کې ۶۲ زره کمرې لګول شوې دي او دا پروګرام به د هيواد په نورو ولايتونو کې هم پلی شي.
په کابل ښار کې د ۶۲ زرو امنيتي کمرو لګولو له امله د طالبانو له لوري د ټوليز کنټرول او څار او د طالبانو له لوري د ځپنې د زياتېدو په تړاو انديښنې را پيداشوې وې.
د مصنوعي ځيرکتيا په چارو کې د بښنې د نړيوال سازمان مشاور او څېړونکي مت محمودي د طالبانو د کورنيو چارو وزارت دې پرېکړي ته په غبرګون کې ويلي و چې «د ملي امنيت په نوم د پراخې ټوليزې څارنې د داسې دستګاه فعالول له طالبانو سره مرسته کوي تر څو خپلو ظالمانه سياستونو ته چې د خلګو اساسي حقونه په ځانګړې توګه په عمومي فضا کې د افغانستان د ښځو د حقونو نقض ته دوام ورکړي».
خو طالبانو د دې انديښنې په ځواب کې ويلي و چې د امنيت د تأمين لپاره د امنيتي کېمرو لګول ضروري دي.
