اطلاعات روز: ټاکل شوې سبا (دوشنبه، ۱ د لړم) د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین پېل شي.
«له پولیو څخه پاک افغانستان» پاڼې پر ایکس په یوې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا کمپاين به په تخار، کندز، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، کابل، پروان، ننګرهار، خوست، پکتيا، پکتيکا او غزني ولايتونو کې پېل شي.
په دې اعلاميه کې د دې ولايتونو له اوسېدونکو غوښتل شوي چې تر پنځه کلنۍ کم عمره ټول ماشومان دې واکسين کړي، تر څو په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ختمه شي.
د روان کال پر مهال په هيواد کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور پېښې ثبت شوې دي چې ټولې په ننګرهار ولايت کې وې.
اوسمهال په نړۍ کې افغانستان او پاکستان يوازيني هيوادونه دي چې د ګوزڼ ناروغۍ پکې صفر ته نه ده رسيدلې.
هرکال په ټول هيواد کې له ګوزڼ ناروغۍ سره د مبارزې په موخه بېلابېل کمپاينونه ترسره کېږي.
