د کرکټ نړيوال جام؛ نيوزيلينډ افغانستان ته ماتې ورکړه

Photo: Afghanistan Cricket Board via Facebook

اطلاعات روز: نيوزيلينډ د پنځوس اوريز نړيوال جام په لوبه کې افغانستان ته د ۱۴۹ په توپير ماتې ورکړه.

افغانستان او نيوزيلينډ نن (چهارشنبه، ۲۶ د تلې) د هند په چينای ښار کې سره مخامخ شول چې افغانستان د ټاس په ګټلو د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان له لوري د توپ اچونې پيل ښه و، که څه هم افغان لوبغاړو ونشوای کولای چې د نيوزيلينډ د دوو لوبغاړو کيچونه ونيسي خو بيا هم نيوزيلينډ د پيل بريدګر توپ وهونکی پر ۳۰ منډو له لاسه ورکړ.

نيوزيلينډ د وروستيو دوو توپ وهونکو ټام لتام او ګلين پيليپس د اوږدې ملګرتيا په مټ وکولای شول چې افغانستان ته د ۲۸۹ منډو غوره هدف ورکړي.

د نيوزيلينډ له لوري تر ټولو ډېري منډې ۷۱ ګلين فيليپس وکړې.

د افغانستان له لوري عظمت الله عمرزي او نوين الحق دوې او راشد خان او مجيب الرحمان يو-یو نيوزيلينډي لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان له لوري توپ وهنه له ستونزو سره مخ وه او پر ۲۷ منډو يې د پيل لوبغاړی رحمان الله ګربز بايلود.

تر دې وروسته افغان لوبغاړو د نيوزيلينډي توپ اچوونکو په وړاندې اوږدې ملګرتياوې جوړې نکړای شوې او پر لپسې وسوځېدل.

افغانستان ټولې ۱۳۹ منډې وکړې.

په افغان توپ اچوونکو کې رحمت شاه تر ټولو ډېري ۳۶ منډې وکړې.

د يادونې وړ ده چې افغان لوبډلې تر دې وړاندې د روانې اکتوبر مياشتې پر ۱۵ انګلستان ته ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډله به د همدې مياشتې پر ۲۳ له پاکستان سره مخامخ کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه