له شاوخوا یوې میاشتې را هیسې له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ یوازې د تورخم دروازې له لارې سلګونه کډوالې کورنۍ افغانستان ته را ستنېږي، چې د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند ترخې کېسې کوي.
را ستنېدونکي کډوال د پاکستان حکومت له بد چلند سر ټکوي او وايي، د هغه هېواد پولیسو تر وروستي بریده ځورول او په زور یې ترې په یوه او بل نوم پیسې اخېستې.
راستانه شوي افغان کډوال وايي، د پاکستان پولیسو یې پر کورونو چاپې وهلې او د کډوالۍ قانون له اصولو په سرغړونې یې په جبري ډول له خپلو کورونو شړلي او پر کډوالو یې خپل هر ډول زور زیاتی ازمویلی دی.
دوی زیاتوي، چې هلته مېشت افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي او نیوکه کوي، چې د طالبانو حکومت او اړوندو نړۍ والو ادارو د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني حکومت د ناسم چلند پر وړاندې کوم ګام نه دی پورته کړی.
د پاکستان له لاهور څخه په جبري ډول راشړل شوی افغان کډوال سردارولي چې له تېرو درېو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د کډوالۍ ترخې شپې سبا کولې وايي، پاکستاني پولیسو ترې په زور په یوه او بل نوم پیسې غوښتې او په خبره یې که یې د هغوی له دغې پرېکړې سرغړونه کوله د زندان تورو تمبو شاته یې غورځاوه.
نوموړی زیاتوي، پاکستاني پولیسو نه یوازې دا چې غیر قانوني کډوال نیول؛ بلکې هغه اسناد لرونکي کډوال یې هم نیول او ځورول، چې پر مټ یې له کلونو را هیسې په دغه هېواد کې د کډوالۍ شپې سبا کولې.
دده په خبره، پاکستاني پولیسو پر ماشومانو او ښځینه وو هم رحم نه کاوه او د خپلو جېبونو د ډکولو په موخه یې په میاشتو میاشتو زنداني کولې.
سرداروالي وویل: «هغه خلک به یې نیول چې قانوني اسناد به ورسره وو، داسې زنانه یې نیولي، چې څلور میاشتې یې پرې تېرې کړې، نورې زنانه به په اولاد ناجوړه وې؛ خو چا به نه پرېښودې او غونډې زنانه یې له ماشومانو سره نیولې وې او هتکړۍ یې ورته اچولې وې، نو ډېر غټ ظلم شروع و، مونږ نه یې لار کې حتی چرګ هم واخېست، کافرو هم مونږ سره دومره ظلم نه دی کړی؛ لکه پاکستاني پولیسو چې مونږ سره وکړ.»

تازه راستون شوی کډوال عبدالبصیر چې له شاوخوا څلوېښتو کلونو راهیسې یې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د کډوالو د نړۍ والو ادارو د اسنادو پرمټ په دغه هېواد کې شپې سبا کولې هم د پاکستاني پولیسو تر بې رحمه ګوزارونو لاندې راغلی او خپل فقر ځپلي هېواد افغانستان ته یې په جبري ډول شړلی دی.
دی وايي، پاکستاني پولیسو ترې لسګونه زره کلدارې اخېستي او له کلونو تېرېدو وروسته له پاکستان څخه خالي جېب راغلی، چې په خپل هېواد کې هم حتی د یوې خېمې د ودرولو ځمکه نه لري، چې خپلو اولادونو ته پرې سرپناه جوړه کړي.
نوموړي وویل: «دغه یې ټوکنې راکړې وې، ویل یې په دغو ټوکنو تاسي آزاد ګرځېدلی شئ؛ خو مونږ ته د دې ټوکنو هېڅ فایده ونه رسېده، با وجود د دې به راغلل مونږ به یې تنګولو له مونږ به یې پیسې اخېستې، چې به یې بوتلو دیرش زره، څلوېښت زره کلدارې رانه اخېستې، مونږ به له بل قرض کولې؛ خو پولیسو ته به مو ورکولې، مونږ اوس هم له پاکستانه قرضدار راغلي یو، نه ځمکه لرم، نه جایداد لرم، په دې وطن کې هېڅ هم نه لرم.»
له پاکستانه راستانه شوي کډوال وايي، خپل هېواد ته په راستنېدو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت او اړوندې نړۍ والې مرستندویه ادارې دې ورسره د خوړو، سرپناه، روغتیا او اقتصادي ستونزو حل په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
نوموړی وايي، له پاکستانه خالي جېب راغلی او اندېښمن دی، چې په څه ډول به خپله کورنۍ کابل او یا د هېواد بلې سیمې ته ورسوي.
افغان کډوال عبدالحمید په همدې تړاو زیاتوي: «زما په جېب کې څلور سوه که پنځه سوه کلدارې دي، په دې به کابل ته زه څنګه لاړ شم، زه نه کور لرم، نه پوله لرم، نه پټی لرم، زما د امارت له مشرانو او موسېسو دا هیله ده، چې مونږ سره ښه مرسته وکړي او مونږ ښه ونازوي؛ ځکه چې پاکستان مونږ ډېر ځورولي یو.»
هڅه مو وکړه، چې له پاکستانه د تازه را ستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو په تړاو ننګرهار کې د ځايي طالب چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له دوامدارو هڅو سره سره بیا هم بریالي نه شو، چې په دې برخه کې د هغوی نظر واخلو.
پاکستان حکومت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې او جدي غوښتنه یې کړې، چې له دغه هېواد څخه به شاوخوا ۱.۷ مېلیونه مېشت غیر قانوني افغان کډوال وباسي، چې دغه لړۍ یې په چټکۍ سره روانه کړې او هره ورځ د تورخم او سپین بولدک له لارې سلګونه کډوالې کورنۍ خپل هېواد ته راستنېږي.
