اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې وایي، چې ناڅرګندو وسله والو د دغه ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې سوداګر او د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال آغا محمد رودوال په ډزو وژلی دی.
یوې ځایي سرچینې وویل، اغا محمد رودوال نن (سې شنبه، ۲۵ د تلې) ماښام شاوخوا ۰۶:۰۰ بجې د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې وژل شوی دی.
سرچینې د نوموړي د وژل کېدو د انګېزې په تړاو نور څه ونه ویل.
تراوسه کوم کس یا ډلې د دغه سوداګر د وژلو مسوولیت نه دی منلی او نه هم ننګرهار کې د طالبانو ځایي امنیتي چارواکو په دې تړاو رسنیو ته څه ویلي.
اغامحمد رودوال د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال او سوداګر و او له کلونو را هیسې یې په افغانستان کې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیتونه کول.
په دې وروستیو کې د ننګرهار امنیتي وضعیت خلک سخت اندېښمن کړي او نیوکه کوي، چې طالبان د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي دي.
