د پکتیکا اوسېدونکي په روغتیايي مرکزونو کې د معیاري خدماتو غوښتنه کوي

پکتیکا د هیواد له لېرې او پراخه مساحت لرونکو ولایتونو څخه ګڼل کیږي، ۲۲ ولسوالۍ لري، ډیری يې له مرکز ښرنې په لېرې ساحه کې پرتې دي، چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې په روغتیا برخه کې څومره چې اړتیا ده د وخت واکدارانو ورته پام نه دی کړی او له امله یې تراوسه روغتیايي خدمات په نشت حساب دي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، د لېرې پرتو ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې د درملو، مسلکي روغتیاپالانو او ښځینه ډاکټرانو د کموالي له امله خدمات په نشت حساب دي او خلک په ځینو غرنیو سیمو کې لاهم له کورنۍ درملنې استفاده کوي.

د دې ولایت د وړممۍ، تروې، اومنه، خوشامند، ګیان، برمل او ځینو نورو ولسوالیو کې کلینیکونه د خلکو نفوس او اړتیا ته په کتو خدمات نه شي وړاندې کولی، چې دوی یې لامل د عامې روغتیا ریاست نه پاملرنه بولي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست طالب مسوولین بیا وايي، دوی د نړیوالو موسېساتو په همکارۍ په مرکز او ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونو ته کافي امکانات په واک کې ورکړي دي.

د وړممۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکي سردارولي چې د ښرنې ملکي روغتون ته یې ناروغان د درملنې لپاره راوړي له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې یې د خدماتو او

درملو له کموالي کبله ښرنې ته په ساعتونو مزل کړی او د یوې عادې ناروغۍ د درملنې لپاره یې خپل ناروغ ملکي روغتون ته راوړی دی.

نوموړی زیاتوي چې د وړممۍ ولسوالۍ په کلینیک کې نه یوازې درمل په نشت حساب دي، بلکې هلته هیڅ مسلکي ډاکټر او ډاکټره شتون نه لري.

هغه وايي: «ما نن دلته د ښرنې شفاخانې ته ناروغ راوړی دی، ما ۱۰ ساعته مزل د یوې عادي مریضي لپاره کړی، ځکه وړممۍ کې کلینیک تش په نوم دی، که ورشې اول خو هلته د ډاکټر په نوم کس نه راپیدا کیږي او بیا چې پیدا شي وایي مونږ درمل نه لرو لاړ شئ ښرنې ته.»

هغه ماشوم چې د وازیخوا ولسوالۍ کلینیک کې یې پر وخت درملنه نه ده شوی شوې او مړ شوی. انځور: خواله رسنۍ

د وازیخوا ولسوالۍ ځايي خلک هم د دوی په سیمه کې د روغتیايي خدمتونو له کموالي او نه مسلکي توب شکایت لري او غوښتنه کوي چې دغې ولسوالۍ کې کلینیکونو ته مسلکي روغتیاپالان ولېږي.

د یادې ولسوالۍ د «تروکي» کلي اوسېدونکي اجمل وویل، څو ورځې وړاندې یې کوچنی وراره د درملنې لپاره ځايي کلینیک ته وړی و، خو هلته په کلینیک کې یې د ډاکټرانو نشتون له امله درملنه ونه شوه او  خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.

نوموړي داسې وویل: «یو ۸ کلن وراره مې  ناروغ و، په اوله ورځ چې ما کلینیک ته ور وړ، نو راته یې وویل، چې رسمیات خلاص شوي، سهار بیا ورغلم زما د وراره وضعیت ډېر خراب و او په دغه کلینیک کې یې تر غرمې ماته داخله  رانکړه او کورته په بیرته را واپس کېدو یې ساه ورکړه.»

د مرکز ښرنې اوسېدونکي هم په روغتیايي مرکزونو کې له روانو خدماتو خوښ نه دي او وايي، په ملکي روغتون کې ډیری وخت ناروغ لرونکو ته له شخصي درملتونونو د درمل پیرولو سپارښتنه کیږي.

د مرکز اوسیدونکي خان ولي وویل، چې یاد روغتون کې یوازې یوه متخصصه ډاکټره شتون لري چې د ورتلونکو ناروغانو لپاره بسنه نه کوي.

هغه زیاتوي چې یاد روغتون ته ډیری وخت له اقتصادي ستونزو سره مخ ناروغ لرونکي مراجعه کوي تر څو ورته په وړیا ډول درمل ورکړل شي، خو د دغه روغتون ډیری ډاکټران د شخصي معاینه خانو او درملتونونو کې د درمل اخیستلو نسخې ورکوي.

ولي په دې اړه داسې وویل: « ولسوالیو خلک خو دې هیڅ ګیله نه کوي، ځکه چې مرکز کې داسې حال وي او ملکي روغتون کې کافي مواد او درملنه نه وي موجوده نو د لېرې پرتو ولسوالیو کلینیکونه خو باید له ناوړه وضعیت سره مخ وي، په ملکي روغتون کې یوازې یوه مختحصصه شته او کله چې ناروغان مراجه وکړي نو نسخه د درملو اخیستلو لپاره شخصي دواخانو ته لیکي.»

د دې ولایت اوسېدونکي په روغتیا برخه کې له نړیوالو موسېساتو غوښتنه کوي چې د پکتیکا د مرکز او اړونده ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او شته اړتیاوې یې پوره کړي.

په مرکز ښرنې ښار کې یو درمل پلورونکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، له ملکي روغتون څخه شخصي درملتونونو ته د نسخو ورکړې موضوع تاییدوي او وايي، هلته په روغتون کې زیاتره ډاکټران شخصي دواخانې لري او یا هم دوی ته د فیصدي په ورکړې سره اړونده شخصي درملتونونو ته نسخې لیږي.

د پکتیکا ولسوالیو ته ځانګړی شوی ګرځنده امبولانس. انځور: پکتیکا کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مسوولین بیا په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د پراخېدو خبر ورکوي او وايي، د همکاره موسېساتو پرمټ یې نږدې ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه چې پخوا یې خدمات نه درلودل بیرته فعاله کړي دي.

له دغه ریاست څخه په خپره شوې یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی په مرکز ښرنې او اړونده لېرې پرتو ولسوالیو ته روغتیايي خدمات د پخوا په پرتله پراخه کړي دي او ډاډ یې ورکړی چې په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په پکتیکا ولایت کې د OHPM موسېسې لپاره څو ورځې وړاندې د نوي ریس د معرفت په غونډه کې د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالله جان حقمل وویل، دوی هڅه کوي چې د همکاره موسېساتو په همکارۍ پاتې سیمو ته هم روغتیايي خدمات وغځوي او په خبره یې چې اوس یې په ډیری روغتونونو او کلینیکونو کې د درملو ستونزه هواره کړې ده.

په پکتیکا ولایت کې خلک په داسې مهال د روغتیايي خدمتونو په معیاري کېدو ټینګار کوي چې د طالبانو د عامې روغتیا د ریاست د معلوماتو په اساس تازه په دغه ولایت کې ۹۰ روغتیايي مرکزونه فعاله شوي او له دې وړاندې یې دا شمېر په تېر نظام کې ۴۸ یاد کړی دی. 

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه