اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې په هرات کې د ۱۱۴ زره زلزله ځپلو د ملاتړ لپاره ۹۳ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.
د اوچا د راپور سره سم چې پرون (دوشنبه، ۲۴ د تلې) خپور شوی، تراوسه په هرات کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۵ ميليونه ډالره چمتو شوي دي.
په دې راپور کې راغلي چې بشرپالي ټيم په هرات کې د ۱۱۴ زره زلزله ځپلو د ملاتړ لپاره چې په مستقيمه توګه اغېزمن شوي، د غبرګون پلان چمتو کړی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ هم ويلي، چې د افغانستان په لوېديځ کې په زرګونو تنه د تېرې اونۍ له زلزلو څخه اغېزمن شوي او بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري.
دې دفتر ويلي، چې ټيمونه او همکاران يې بوخت دي خو زیاتې مرستې ته اړتيا ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ زياته کړې، چې د ژمي په را نږدې کېدو سره د مرستې رسونې لپاره د ۱۴.۴ ميليونه ډالرو غوښتنه کوي.
په وروستيو لسو ورځو کې هرات د ريښتر په کچه د ۶.۳ کچې زلزلې او د ګڼو جټکو شاهد و.
په دې زلزلو کې د پراخې ويجاړۍ ترڅنګ تر دوه زره او ۴۴۵ زيات کسان مړه او دوه زره او ۴۴۰ نور ژوبل شوي دي.
