اطلاعات روز: د هيواد په لوېديځ هرات ولايت کې د وروستيو ورځو پر مهال پرلپسې زلزلو د دې ولايت يو شمېر تاريخي ابدو ته جدي زيان اړولی دی.
د اختيار الدين کلا چې د هرات په ارګ مشهوره ده، منارونه او د دې ولايت د جامع مسجد ګلدستې هغه تاريخي ابدې دي چې په دې زلزلو کې ورته زيان اوښتی.
خپاره شوي انځورونه ښيي چې د اختيار الدين کلا د يوه برج لوړه برخه رالوېدلې او د دې تاريخي ابدې ځيني نورې برخې زيانمنې شوې دي.
د وروستيو ورځو په زلزلو کې همدا راز د جامع مسجد يوه ګلدسته او د هرات يو منار نسبتا زيانمن شوي او د دې ولايت د يوه بل تاريخي منار د کږېدو لامل شوې دي.
د هرات يو فرهنګپال شخصيت فرهاد رحمانيار د طالبانو له ځايي ادارو غواړي چې د دې ابدو او تاريخي ځايونو د بشپړې ويجاړۍ د مخنيوي لپاره دې لاس په کار شي.
دی خبرداری ورکوي چې د مسوولو بنسټونو د نه پاملرنې او د پرلپسې زلزلو له کبله ښايي دا ارزښتمنې تاريخي ابدې له منځه ولاړې شې.
د وروستيو لسو ورځو پر مهال په هرات کې د ريختر په اندازه د ۶.۳ کچې زلزلې وشوې چې وروسته يې ځيني جټکې هم درلودې.
د دې زلزلو له کبله پراخه ويجاړي را منځ ته شوې او له کبله يې دوه زره او ۴۴۵ تنه وژل شوي او دوه زره او ۴۴۰ نور ژوبل شوي دي.
