د غيرت په شور کې خاموش غږ (۱۳)؛ بې اسرې نږندې

شمشاد زلمی

زموږ په ټولنه کې يو له بدترينو رواجونو څخه چې په دوديزه توګه يې دوام کړی او توجيه شوی، دا هم دی چې کورنۍ او په ځانګړې توګه د کورنۍ مشران لکه پلار، مور او مشر ورور ځان ته حق ورکوي چې کور ته د را واده کړې نږور او يا وريندار د ژوند، د هغې د شخصيت، اړتياوو، تګ-راتګ او بالاخره هرڅه په اړه پرېکړه وکړي. دا دود که څه هم د ښاري ژوند له پراختيا او د وروستيو کلونو د ځينو پرمختګونو لکه سواد، له بهر سره تګ-راتګ او د انساني حقونو د تصوراتو په ودې سره تر يوې کچې تضعيف شوی خو لاهم د ټولنې په يوه پراخه کچه کې حاکم دی.

د دې دود له مخې له نږور سره په لومړي سر کې د يوه پردي په توګه چلند کېږي، هغه د خپل کور غړې نه ګڼل کېږي. که په يو لحاظ ووايم چې دا کېسه په پښتني رواياتو په همدې توګه را نقل شوې، نو ښايي ادعا مې بې ځايه نه وي. په ډېرو نږدې وختونو کې به د دښمنيو د حل يوه تر تولو اغېزناکه لار دا ګڼل کېدله چې يو اړخ به د مقابل زيانمن شوي اړخ کورنۍ او يا هم د هغه په قوم کې يو چاته لور، خور او يا هم د قوم يوه ښځه ورکوله. له دې واده شوې ښځې سره به هلته په بشپړه توګه غير انساني او وحشي چلند کېده او د خپل خسر په کورنۍ او د هغه په قوم کې به داسې تحقيرېدله لکه د هغوی د وژل شوي کس قاتله چې وي. په دې توګه، بېلابېل ټولنيز چلندونه دا ښيي چې کور ته را واده کړې ښځه او نږور نه يوازې دا چې خپله نه ګڼل کېږي بلکې د هغې پر وړاندې کېدونکی بد چلند هم په دوديزه توګه بېلابېل توجيهات لري.

په ټولنه کې ډېر ځله له نږندو سره د ځينو کسانو د بد چلند کېسې مشهورېږي، که څه هم په شخصي مجلسونو کې قضاوت دا وي چې دا چلند بد دی خو تراوسه هم ټولنيز قضاوت، ټولنيز چلند او ټولنيزې مداخلې د دا ډول پېښو په مخنيوي کې عملي رول نه دی ادا کړی. زموږ په سيمه کې يو خسر خپلې نږور ته د خپل سپي له خونې سره يو ځای د سپي خونې ته ورته خونه ور جوړه کړې وه او له دې سره-سره به يې نهايي بد چلند ورسره کاوه. خلک يې راته کېسه کوي چې نه يوازې وخت ناوخت يې وږې ساتله، بلکې تشدد يې هم ورسره کاوه او له هغې يې په کور کې د يوې غلامې په توګه کار اخیست. ويل کېږي چې خپله دا نږور يې د نهايي زيات تشدد او ډېر وخت د وږې ساتنې له امله مړه کړه.

مګر په کومه ټولنه کې چې دا هر څه پېښېدل، چيرته چې دې کورنۍ ژوند او له خلکو سره تعامل کاوه، هلته حاکم ټولنيز او اخلاقي نظم هيڅکله هم دا کس او دا کورنۍ ونه پوښتله چې تاسو ته چا له يوې ښځې سره د داسې چلند کولو حق درکړی دی؟ له عمومي باور سره سم، کله چې خسر خپله نږور ووژله بيا هم هيچا داسې وير ونه کړ لکه د يوه انسان پر مړينه چې کېږي او نه يې هم هغسې غبرګون وښود لکه له يوه مظلوم سره د چلند په تړاو چې بايد وښودل شي. که څه هم د دې ښځې د بد ژوند خاطرې له خلکو سره په فردي توګه خوندي دي او په فردي کچه په دې اړه قضاوت کېږي، خو په ټولنيزه کچه هيڅ داسې غبرګون ونه ښودل شو چې دا کس مسوول وګڼل شي او د يوه بې ګناه د قتل په تړاو وپوښتل شي.

سره له دې چې دا ټولنه په ادعايي لحاظ ځان ډېر زيات اخلاقي ګڼي او په دې لړ کې چې يې کومې کرښې کاږلې دي، هغه ورته ډېرې ثابتې او اغېزمنې ښکاري مګر په ټولنيزه کچه په پراخه توګه داسې اعمال او په فردي کچه دغسې کړاو د دې ښکارندويي کوي چې ټولنې په اخلاقي توګه زوال کړی او د اخلاقي نظم په توګه چې په ټولنه کې کوم څه پاتې دي، هغه نه شي کولای چې د وګړو د حقونو خونديتوب وکړي او د هغوی د تروړل شويو حقونو لپاره ټولنه او افراد منسجم او د هغوی په ملاتړ غږ پورته کړي.

دا کار هله کېدلای شي چې د همدې کچې اعمال په ټولنيزو اخلاقياتو کې قبيح او کرغېړن وګڼل شي او خلکو ته دا اخلاقي احساس ورکړل شي چې دا بده چاره ده او تاسو يې د مخنيوي مسوول ياست. له دې سره-سره، په دې تړاو د شته قوانينو ملاتړ وشي او که قوانين نه وي، د هغو د رامنځ ته کېدو غږ پورته کړل شي او د اخلاقي ملاتړ زمينه يې برابره شي. دا کار په ځانګړې توګه په ټولنه کې د هغو افرادو او بنسټونو دنده ده چې ځان د ټولنې اخلاقي او روحاني رهبران ګڼي او د همدې ادعايي تفوق له مخې ځان ته د ځانګړو امتيازاتو او حقونو غوښتنه کوي.

په ټوله کې په بېلابېلو رولونو کې د ټولنې له بېلابېلو افرادو او په ځانګړې توګه ښځو سره د خلکو او ټولنې چلند د ښځو په اړه له عمومي فکر او تصور څخه انګېزه اخلي. په کومه ټولنه کې چې د ښځې په اړه بنسټيز تصورات سم وي، هلته د يوې ښځې په توګه له نږور سره کېدونکی بد چلند هم نه شي توجيه کېدلای ځکه په دې ټولنه کې له ښځې هغه وړتيا اخيستل شوې چې له مخې يې دا وکولای شي د ټولنې او په ځانګړې توګه د نارينه‌وو د جبر پر وړاندې ودرېږي او مبارزه ورسره وکړي، په ټولنه کې د ښځې ټول شتون په دې تفکر سره رد شوی دی چې «ښځه يا د کور ده يا د ګور ده.» کنه نو، په همدې کنټيکسټ کې دا پوښتنه هم کېدلای شي چې يوه کورنۍ له خپل زوم سره تر کومه حده بد چلند کولای شي؟ ايا بيا به هم د ټولنې نور غړي د داسې بد چلند پر وړاندې هغسې چوپ پاتې شي لکه له نږور سره د کېدونکي بد چلند په اړه چې بې تفاوته دي؟ په ټوله کې دا کار ځکه هم ناشونی دی چې له نارينه‌وو د ظلم پر وړاندې او د ځان د دفاع لپاره نه د درېدو حق اخيستل شوی او نه هم د يوې ښځې په څېر د ټولنيزو دودونو او جوړښتونو داسې قرباني دی چې د ځان د دفاع لپاره څه نه شي کولای.

که ښځه د يوه نارینه په څېر د ټولنې خپلواکه غړې وګڼل شي او د نارينه ملکيت تصور نه شي، هغې ته د خپل ژوند په اړه د پرېکړې کولو حق او اختيار ورکړل شي، ناشونې ده چې يو څوک دې پر هغې ظلم وکړي او دا دې بيا په خپل مظلوميت کې د ځان د دفاع پلويان ونه مومي. کله چې له ښځې د هغې د خپلواک کېدو او پر ځان د بسيا کېدو وزرې ايستل کېږي او په ټولنيز حيثيت کې د نارينه ترحم ته پرېښودل کېږي، هلته بيا داسې بې شمېره ظلمونه خلکو ته ظلم نه ښکاري او ټولنيز وجدان نه شي ښورولای.

په دې ټولنه او دې هيواد کې له ښځو سره په بېلابېلو کچو، په بېلابېلو نومونو او توجيهاتو اوس هم د ظلم يوه نه شليدونکې لړۍ روانه ده، که له يوه لوري په سيسټماټيکه توګه له زده کړو او خپلو نورو بشري حقونو بې برخې دي له بله لوري په ټولنه کې هم له سخت توپيري او جنسيتي تبعيض او چلند سره مخ دي. تر څو چې دا ټولنه له خپلو جوړښتونو او دودونو څخه له ښځې سره د تبعيضي چلند نيمګړي اړخونه حذف نه کړي، تر هغو په لوړه کچه هم د زياتو لاسته راوړنو امکان کم دی او تر څو چې دا نيمګړتياوې د دې ټولنې ترمنځ شته وي، تر هغو د دې ټولنې د ټولو اخلاقي جوړښتونو پر وړاندې يوه لويه سواليه نښه پرته ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه